د ايران صدر (ولسمشر) مسعود پیژشکیان د سه شنبې په ورځ (۲۳م جون) د پاکستان وزير اعظم (لومړي وزیر) شهباز شریف په بلنه په رسمي سفر اسلام آباد ته ورسید ۔
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، هغه به د خپل سفر په جریان کې د صدر اصف علي زرداري او شهباز شریف سره وګوري ۔
د سينيټ (سنا) چيرمين يوسف رضا ګیلاني، د قامي اسمبلۍ سپيکر ایاز صادق، او نايب وزير اعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به هم د ايران صدر سره ملاقات کوي ۔
د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وویل:
"دا د ایران د صدر په توګه د ډاکټر پیزشکیان دوهم سفر دی چې پاکستان ته یې کوي"
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سفر به دواړو خواوو ته یو فرصت برابر کړي چې د دوه اړخیزو اړیکو ته بیاکتنه وکړي او د سوداګرۍ، انرژۍ، سرحدي امنیت، د خلکو ترمينځ تبادلې او سیمه ایز اتصال په برخو کې د همکارۍ د پراختیا لپاره لارې چارې ولټوي ۔
په خبرپاڼه کې دا سفر "د اسلام آباد د تفاهم یادداشت له لاسلیک وروسته د روانو ډیپلوماټیکو بوختیاوو او همدارنګه د متقابلو ګټو سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د بحث لپاره یو مهم فرصت" بلل شوی دی ۔
د ايران د صدر د دورې په مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي ۔ مهمو سيمو ته تلونکې لاري تړل شوې دي او امينيتي ځواکونه ځای په ځای شوي دي ۔
د اسلام آباد هايي کورټ (عالي محکمې) هم د سه شنبې په ورځ د ایران د صدر د دورې په مهال د ريډ زون د تړلو له امله خپلې چارې لغوه کړې دي ۔
د هايي کورټ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سه شنبې د ورځې د قضیې لیست لغوه شوی، او چارواکو ته لارښوونه شوې چې له کوره کار وکړي ۔ خو ډسټرک کورټس (د ولسوالۍ محکمې) به د معمول سره سم فعالیت وکړي
په ورته ډول، فيډرل کانسټي چوشنل کورټ (د اساسي قانون فدرالي محکمې) هم په اسلام آباد کې د ریډ زون د تړلو له امله په خپل اصلي څوکۍ کې د قضايي کارونو د ځنډولو اعلان کړی دی خو کارمندانو او چارواکو ته لارښودنه شوې ده چې له کوره به کار کوي او له ښاره بهر به نه ځي ۔
د مختلفو وزارتونو لپاره هم د "له کوره د کار" د یوې ورځې لارښوونې پلي کولو خبرتیا خپره شوې ده ۔
د کيبينټ ډويژن سيکرټري کامران علي افضل لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د اسلام آباد په ریډ زون کې د وزارتونو او دولتي دفترونو کارمندان به له کوره کار کوي ۔ سربیره پردې، په ريډزون کې کار کونکو خپلواکو ادارو او دفترونو د يوې ورځې رخصتۍ اعلان کړی دی ۔ خو، اړین فدرالي ادارې او بنکونه کار کوي ۔
د امنیتي تدابیرو په توګه د دوشنبې په شپه په اسلام اباد کې د بسونو ټولې اډې (تمځایونه) وتړل شول ۔
پولیسو د فیض آباد او چونګي نمبر ۲۶ په ګډون د بس ټرمینلونو مدیریت سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وغوښتل چې خپل فعالیتونه د نیمې شپې څخه مخکې بند کړي ۔ اډې به د ایران صدر بيرته تلو پورې بند وي ۔
سربیره پردې، د اسلام آباد ریډ زون هم د امنیتي تدابیرو په توګه تړل شوی دي او يوازې اړوندو چارواکو ته د ننوتلو اجازه شته ۔
د اسلام آباد مجسټریټ عرفان نواز میمن په ښار کې د ټولو مشهورو پیدل تګ لارو د سمدستي بندولو امر هم کړی دی ۔