اسلامآباد: د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د سې شنبې په ورځ په یویشتمه جولایي د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره په وزیراعظم هاوس کې ولیدل. د وزیراعظم دفتر د ټولینزو رسنیو په ایکس ( پخوانۍ ټوټیټر) د لیدنې خبر خپور کړی خو د خبرو د ایجنډا نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
اسکندر مومني په شلمه جولایي د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا پاکستان ته رسېدلی وو. د پاکستان دولتي ټلوېزیون ویلي، نوموړی به د خپل سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره هم وګوري.
وزیراعظم سره د لیدنې وړاندې، په اسلامآباد کې د ایران د کورنیو چارو وزیر په درناوي کې د پولیسو ځانګړی پریډ ترسره شو. وروسته د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري په ملتیا پاکستان مونومنټ ته ولاړ.
د ایران د کورنیو چارو وزیر دا سفر په داسې وخت کې کوي، چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې روانې ساتلې دي. تېره میاشت جون کې په اسلامآباد کې لاسلیک شوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم یو یادښت (ایم او یو) شوی وو، خو وروسته اوربند مات شو او د ایران او امریکا تر منځه جګړه بیا پیل شوه.
د راپورونو تر مخې، امریکا پر ایران نور بریدونه کړي، او ایران د خلیج په سیمه کې د امریکا د رادار او هوايي دفاع پر ځینو تأسیساتو بریدونه کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د منځګړو له لارې له امریکا سره ډیپلوماتیک تماسونه لا هم دوام لري.
بلخوا، ایران یو ځل بیا د هرمز تنګي بندیز لګولی، او امریکا هم د ایران پر بندرونو خپل بندیزونه سخت کړي دي. همدارنګه د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان سمندري بندیز اعلان کړی، چې سعودي یې غندنه کړې او د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا د منل شوي حکومت ملاتړ یې بیا تکرار کړی دی.
اسکندر مومني اسلامآباد ته له رسېدو وروسته رسنیو ته وویل، چې پاکستان او ایران هوډ لري خپله دوه اړخیزه سوداګري له اوسنیو ۳ میلیارده ډالرو څخه ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.
هغه وویل، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره به هره ورځ شاوخوا ۲,۰۰۰ لارۍ یا کانټینرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي، خو اوس مهال یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه ظرفیت کارول کېږي.
پاکستان او ایران نږدې ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او دواړه هېوادونه د تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکو ترڅنګ غواړي چې د سوداګرۍ، سرحدي امنیت او انرژۍ په برخو کې همکاري لا نوره هم پراخه کړي.