د جولای پر ۱۵مه د بلوچستان د مرکز کوټې ته نږدې د هرنای ضلعې د شعبان په غرنیو سیمه کې د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي. چارواکي وایي، دغه کسان تر تښتول کېدو وروسته په ډزو وژل شوي دي.
پولیسو مړي خپلې ولکې ته سپارلي او د پېژندنې لپاره یې د کوټې ګډ پوځي روغتون (سي اېم اېچ) ته لېږدولي دي. د چارواکو په وینا، وژل شوي کسان د هوايي ډګر د امنیتي ځواک (اې ایس ایف) انسپکټر زبیر احمد شاهوانی د کوټې د شیخ مانده سیمې اوسېدونکی او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) پخوانی سرتېری سید خلیل الرحمان، د زیارت اوسېدونکی د پوځ پخوانی حوالدار محمد صادق پانیزی، او د زیارت پولیسو کانسټېبل فریدالله کاکړ دي.
د پولیسو په وینا، انسپکټر زبیر احمد شاهوانی د کوټې د جناح ټاون اوسېدونکی و. د هغه پلار د جون پر ۲۴مه په جناح ټاون پولیسو مرکز کې د زوی د تښتول کېدو راپور ثبت کړی و او ویلي یې وو چې زوی یې د اسلاماباد په هوايي ډګر کې دنده ترسره کوله او د یوې میاشتې رخصتۍ لپاره کوټې ته راغلی و. نوموړی د جون پر ۲۱مه له خپل ملګري سید خلیل الرحمان سره له کوره وتلی و او له هماغې ورځې راهیسې ورک و.
پولیس وایي، زبیر احمد شاهوانی او سید خلیل الرحمان د جون پر ۲۱مه تښتول شوي او وروسته د هرنای د شعبان غرنیو سیمو ته وړل شوي وو.
چارواکي زیاتوي، د زیارت د مانګي پولیسو مرکز کانسټېبل فریدالله کاکړ هم د دندې له ځایه کور ته د تلو پر مهال د ناپېژاندو وسلوالو له خوا تښتول شوی و. همدارنګه، پخوانی حوالدار محمد صادق پانیزی، چې د زیارت اوسېدونکی و، هم د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوی و. د دغو ۴ کسانو مړي اوس د هرنای له شعبان سیمې څخه موندل شوي دي.
په بلوچستان کې له اوږدې مودې راهسې نا امیني ده چې د وسلوالو لخوا امنتي ځواکونه او سرکاري غړي په نښه کیږي.

وسلوالو د جولای پر ۵ مه د کوټې شمال ختیځ لور شعبان سیمې سره نژدې ته هنه وړک لبری کلي برید کې ۴ کسان وژلي او ۱۱ یې تښتولي و.
د جولای پر ۶ مه وسلوالو په یو بل برید کې د کوټې شمال ختیځ لور ته شعبان سیمې سره نژدې د زیارت کڅ سیمه کې ۹ پولیس سرتېرې وژلي او د پولیسو په شمول ۲۱ کسان یې تښولي و چې تښتول شوو کسانو مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته نژدې منګله سیمه کې ومندل شوی چې خپلوانو او سیاسي ګوندونو یې پر ضد د کوټې کویله پاټک باندې پرلت وهلی چې لا هم دوام لري.
ددې بریدونو ذمواري د پاکستان لخوا ناقانونه ګرځول شوي وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې.
ددې پوښو ورسته امنتي ځواکونو د شعبان په شمول د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړي.
د جولای پر ۱۱ مه د امنيتي سرچينو په خبره، د کوټې ختیځ لور ته غریزه سیمه شعبان کې په وروستيو عملياتو کې يې ۵ نور وسلوال وژل شوي دي.
سرچينې وايي، د عمليات شعبان په ترڅ کې د وژل شويو وسلوالو ټول شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.
د امنيتي سرچينو په وينا، د جولای له ۵مې نېټې راهيسې په عمليات شعبان او نورو استخباراتي عملياتو کې ټول ۹۵ وسلوال وژل شوي دي.
امنيتي سرچينې وايي، د بلوچستان شعبان کې به عمليات تر هغه دوام ولري چې وروستی وسلوال هم له منځه يووړل شي.
حکومتي سرچینې وایي چې د زیارت د کڅ سیمې د پېښې ورسته یې د شعبان سمې په ګډون په بلوچستان کې تر ۱۰۰ زیات وسلوال وژلې دي.
حکومت ویلي چې د وسلوالو پر ضد به عملیات دوام ولري تر څو ورستی وسلوال هم له منځه تللی نه وي.