د برتانيې د مشهورې ټي وي ډرامې “کورونېشن سټريټ“ پخواني اداکار قاسم اختر ته به د “سن“ اخبار خپروونکی شرکت د بدنامۍ د دعوې د هواري په بدل کې تاوان ورکړي. دا خبره د لندن په هاي کورټ کې د مقدمې د اورېدنې پر مهال وشوه.
قاسم اختر، چې د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۲۳ پورې يې په ډرامه کې د “زيدان نذير“ کردار ادا کړی، تېر کال د نومبر په مياشت کې د “سن” اخبار پر ضد دعوه کړې وه. اخبار يو خبر خپور کړی و چې پکې دعوه شوې وه ګنې هغه د يو مذهبي مشر ملاتړ کوي، له افراطيت سره تړاو لري او پاکستان ته د وسلو د روزنې لپاره تللی و.
د اداکار وکيل ډينيل ټېلر محکمې ته وويل، خپروونکي شرکت منلې چې دا تورونه ناسم وو او د دې خبر له امله د قاسم اختر نوم، شهرت او مسلکي ژوند ته زيان رسېدلی دی.
د “سن” اخبار وکيل هم په محکمه کې ومنله چې دغه خبر بايد نه وای خپور شوی. شرکت يو ځل بيا له قاسم اختر څخه بښنه وغوښته او ويې ويل چې هغه هيڅکله د افراطيت ملاتړ نه دی کړی.
قاسم اختر د مقدمې له هواري وروسته په انسټاګرام وليکل چې تېرې څو مياشتې ورته ډېرې سختې وې، خو د اخبار يا د هغه د ليکوال پر وړاندې هېڅ شخصي کينه نه لري. د دواړو خواوو ترمنځ د تاوان اندازه نه ده په ډاګه شوې.