دیر کې دوه جلا پېښې،۲۱ کسان ټپیان شول

د کوزدیر میدان ریدګۍ سیمه کې د شخړې او ډزو له امله ۸ کسان سخت ټپیان شوي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ له مخې، د پېښې د خبر ترلاسه کېدو سره سم ژغورونکې ډلې سمدستي سیمې ته ورسېدې. ټپیانو ته په ایمبولنسونو کې ړومبۍ طبي مرستې ورکړل شوې او روغتون ته ولېږدول شول. د ډاکټرانو په سپارښتنه سخت ټپیان د تیمرګرې د ډي اېچ کیو ټیچنګ روغتون ته لېږدول کېږي.

بله پیښه د بر دیر د کارودرې دودیال په سیمه کې رامنځ ته شوې، چرته چې د واده د جنج ډبل‌ کېبن موټر د ټکر ښکار شوی دی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شول.

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، د پېښې له خبر سره سم دوه ایمبولنسونه او طبي ډلې ځای ته ورسېدې، ټپیانو ته یې ړومبۍ طبي مرستې ورکړې او د نورو درملنو لپاره یې د واړۍ روغتون ته ولېږدول.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.