دپاکستان حکومت دتيلو بيعې لوړې کړې

دپاکستان  دحکومت له دې  اعلان وروسته چې دپيټروليم مصنوعاتو دبيعو ټاکنه به دروزانه پر اساس کوي، دجمعې په شپه  دپيټرولو په بيعه کې دليټر په سر  دپينځوو روپو او ٤٤ پېسو او ډيزلو په بيعه کې د٣١ روپو او ٥٠و پېسو اضافه شوې ده.

 دحکومتي پريکړې له مخې به اوس په پاکستان کې دډيزلو نوې بيعه دليټر پسر ٣٥٤ روپۍ او دپيټرولو نوې بيعه به دليټر په سر ٣١٦ روپۍ او ١٥ روپۍ  وي.

دغه نوې بيعې دپيټروليم ډويژن له لوري په جاري کړل شوي يو بيان کې ټاکل شوي چې د١٨مې جولايي  دشپې د١٢و بجو راهيسې پرې عمل درامد باوري کړل شوى دى.

په ډاګه دې وي چې   دجمعې په شپه  دپاکستان دپيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملک په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې ويلي وو چې  دتيلو او ګيس ريګوليټري اتهارټي( اوګرا) به اوس  داوو ورځو پر ځاى  دروزانه پر اساس دتيلو  دبيعو ټاکنه کوي.

دا خبره مهمه ده چې دغه پريکړه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې پر حکومت نيوکه روانه ده چې دتيلو په نړيواله منډۍ کې  دتيلو په بيعو کې دکمي ګټې تر ولسه نه رسوي او ددې ترڅنګ زيات ليز هم ترلاسه کوي.

دپاکستان حکومت  دتيلو په بيعو کې داضافې سبب په سيمه کې دامريکا او ايران ترمينځ دروانې جګړې له امله دسمندري لارې  هرمز تنګي تړل کيدل بلي خو  دمخالفو ګوندونو له لوري  دلومړي وزير شهبازشريف په حکومت نيوکه کيږي چې له پيل څخه يې دتيلو په بيعه کې  دکمي ګټې ولس نه دي رسولي او دغه بيعه يې قصداً لوړه ساتلې.

دپاکستان مخالفو ګوندونو او په ځانګړې توګه جماعت اسلامي  په دې وروستيو کې  دتيلو  په بيعو کې دلوړې اضافو، درنو پيټروليم ليويز او  ګرانۍ پرضد په ملکي کچه احتجاجونه کړي او له حکومته يې غوښتنه کړې چې ولس ته دې پيټرول دليټر پسر په ٢٢٥ روپۍ ورکړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.