د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې پي ډي ايم اى په خپل لومړي راپور کښې وائي په تېرو ۲۴ساعتونو کې په صوبه کې د سختو بارانونو او سيلابونو له امله مرګ ژوبله او زيانونه اوښتي دي.
د پي ډي ايم اى له مخې، د کورونو د چتونو او دېوالونو د غورځېدو له امله تر اوسه ١٢ کسان مړه شوي او ١٥ ژوبل شوي دي پي ډي ايم اى د رسنيو سره شريک کړي خپل راپور کي وائي چې په مړو کې ٦ نارينه او ٥ ماشومان او ١ زنانه شامل دي، او په ټپيانو کې ٨ نارينه، ٢ زنانه او ٥ ماشومان شامل دي_
پراونشل ډيزاسټر منيجمنټ په خپل شميرو کې وائي د بارانونو او سيلابونو له امله د صوبې په بېلابېلو ضلعو، خيبر، مردان، مانسهره او کرمه کې ١٤ کورونه زيانمن شوي ، چې په هغو کې ١٣ کورونه نيم ويجاړ شوي او ۱ کور په بشپړه توګه ړنګ شوی دی_
د پي ډي ايم اے په وېنا د ادارې له خوا د اغېزمنو ضلعو انتظاميې ته هدايت شوی چې ژر تر ژره اغېزمنو خلکو ته امدادي سامان ورسوي او مرستندويه کارونه نور هم چټک کړي۔
چارواکو ويلي چې د صوبې په ټولو سيندونو او نالو کې د اوبو کچه او بهير تر اوسه عادي دی خو بيا هم عامو خلکو نه غوښتنه شوې چې بې ضرورته سفر ونه کړي، د خطرناکو سيلاني ځايونو څخه ډډه وکړي او د حکومتي ادارو له خوا ورکړل شوو خبرداري او مشورو ته پام وکړي_
د پي ډي ايم اې په وينا چي ايمرجنسي آپرېشن سنټر بشپړ فعال دی، او خلک کولای شي د هر ډول پېښې، موسم حالاتو او معلوماتو لپاره د 1700 په فري هيلپ لاين اړيکه ونيسي.