خوستي کروندګر وايي چې په دې ولایت کې د هر کال په تېریدو سره د هندواڼو کر او حاصل ښه کیږي، خو د حاصلاتو په وخت کې يې بيې ټيټې وي او دوی ته په کې د پام وړ ګټه نه پاتیږي.
دوی زیاتوي، که اړوندې ادارې او موسسې ورسره د تخمونو، نباتي درملو او کیمیاوي سرو او د حاصلاتو په وخت کې يې د بازار موندنې په برخو کې مرستې وکړي، نو د هندواڼو په ګډون به د بیلابیلو شنو میوو له اړخه خوست پر ځان بسیا شي.
د اړوندو ادارو د مالوماتو له مخې سږ کال د خوست ولایت اړوندو سیمو کې پر دوه زره اته سوه هکټاره کرنیزه ځمکه هندواڼې کرل شوي، چې د خپل ښه کیفیت او خوږې ذایقې له کبله يې د نورو سیمو په پرتله خلک ډېرې خوښوي.

د تریزیو علیشیرو ولسوالۍ اړوند د چرګوټي سیمې یو کروندګر بارکزي مشال ډېجټل ته وویل: ”سږ کال مو ډېرې ښې هندواڼې دي، ښه باغونه دي، ماشاالله دلته هندواڼې له اتو تر لسو کیلو پورې وزن پوره کوي، خو بیې يې ډېر ټیټې دي، که هغه مصرف ته يې پام وکړو، نو ګټه يې ډېره نه ده. “
سره له دې چې خوستي کروندګر له پخوا نه غنم، وریجې، جوار، مۍ، لوبیا، ممپلي، سویابین او نورې غلې دانې کري، خو په وروستیو کالونو کې په دې ولایت کې د ترکاریو کرل، د باغونو جوړول او همدارنګه د هندواڼو په ګډون د یو شمېر شنو میوو کرل هم دود شوی دي.
خوستي کروندګر د غلو د کښت په پرتله د هنډواڼو او نورو میوو حاصلات څو برابره ښه او ګټور ګڼي.

په همدې توګه کروندګر وايي، که چیرې خلک د دوی ستړیاوي او ستومانۍ او د خپلې سیمې ګټې په پام کې ونیسي، نو د هندواڼو کر به نوره هم ډېر شي.
د خوست ښار یو میوه پلورنکی فضل الرحمان مشال ډیجیټل ته وویل: ”د خوست د خلکو نه غواړو چې د نورو ګران بیه میوو پر ځای دې هندواڼې وخوري، ګټه يې هم خپلو وطنوالو ته رسیږي او دا کار د وطن د پرمختګ سبب جوړیږي. “
بل لوري ته د خوست د کرنې د برخې مسوولین وايي، چې د هندواڼو د ساتنې لپاره د ذخیرو، شنو او سړو خونو جوړول يې په پام کې دي.
د کرنې ریاست یو تن استازي ولي نور وویل: ”د خوست په تریزیو علیشیرو، تڼیو او د مرکز په ځینو سیمو کې د هندواڼو کرنه موجوده ده، بازار موندنه کې دوی ته منظم مارکېټ او سړې خونې په پلان کې دي، چې ټولو میوه جاتو ته منظمې ذخیره خانې جوړې کړو. “

د یادونې وړ ده سره لدې چې خوست د تیزو موسمي بارانونو په خوا کې ډېر کله ږلۍ هم لري، چې شنه فصلونه له منځه وړي او کروندګرو ته وخت پر وخت زیانونه هم رسوي، خو تر څنګ يې خوست د ډیریو میوو، ترکاریو او غلودانو لپاره مناسبه اب هوا هم لري، چې تر ډېره په کې ښه نتیجه ورکوي.