په بنو کې یوې ډلې چې ځان ته د “پولیسو امن کمېټه” وایي، د دوشنبې سهار د بنو میرانشاه، بنو کوهاټ او بنو ډېره اسماعیل خان لویې لارې د هر ډول تګ راتګ د پاره وتړلې. د مظاهره چیانو غوښتنه ده چې په بنو کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې تړل شوی موبایل انټرنېټ او تهري جي او فور جي سروسونه زر تر زره فعاله کړی شي. او ددوي ځیني کسان د بنو څخه نورو ضلغو ته بدل کړل شوي چې دوي ته دغه پريکړه منظورنه ده.
د لارو د تړل کېدو له امله زرګونه مسافر، بار وړونکي ګاډي او عامه ترانسپورټ په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې شوي، او بنو ته راتلونکي او له بنو څخه نورو سیمو ته تلونکي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. د ځايي خلکو په وینا، د سړکونو بندېدو سوداګریز فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي.
د ميرانشاه اوسيدونکی محب وزير مشال ډيجيټل ته وويل چې د سحر نه بنو ميرانشاه سړک باندې ښکيل دی، په سوونو ګاډۍ ولاړې دي، ناروغان په کې ښکيل شوي، د لوي مشکل سره مخ دي.
بل لوري ته د بنو د پولیسو مشر (ډي پي او) کېپټن (ر) محمد فرقان بلال په خپل دفتر کې نن غرمې خبريالانو ته وویل چې د پولیسو اداره له یادې کمېټې سره هېڅ ډول اړیکه نه لري. د هغه په وینا، دا یوه خپله جوړه شوې کمېټه ده او له پولیسو سره هېڅ رسمي تړاو نه لري.