بنو کې د انتظامیې او مشرانو تر مینځ د امن بحالۍ د پاره جرګه شوي

 د بنو ضلعي انتظامیې په دفتر کې د جومې په ورځ د امن او امان وضعیت او هدفي عملیاتو په اړه د ځايي مشرانو جرګه ترسره شوه.

ډپټي کمشنر محمد فهیم وویل چې عملیات به یوازې د مطلوبو وسله والو پر ضد وي، بې‌ګناه خلک به نه نیول کېږي او د اولس د سر او مال ساتنه به یقیني وي.

جرګې د امن د ټینګښت لپاره د انتظامیې، امنیتي ادارو او قومي مشرانو پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. مشرانو د میرانشاه سړک او موبایل شبکې د زر بحالولو، تړلو لارو د پرانیستلو او د خلکو ستونزو د حل غوښتنه وکړه. هغوی زیاته کړه چې دا ځل عملیات باید اغېزمن او نتیجه ورکوونکي وي، څو د ناامنۍ عوامل له منځه ولاړ شي او په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

په بنو او سویلي ضلعو کې د امن او امان صورتحال د تیرې څه مودې راهسې خراب دی او د وسله والو او امنتي ځواکونو تر مینځ وخت پر وخت نښتې راپور شوې دي چې دواړو خواو ته پکې زیانونه اوړیدلي دي.

حکومت د وسله والو پر ضد او د امنیت د ټینګښت د پاره هدفي عملیات ترسره کړي دي.

بنو کې جولایي په اولسمه د عاموخلکو په وینا، د عملیاتو پیل سره سم په ټوله ضلع کې د موبایل شبکو، انټرنټ او دولتي مخابراتي خدمتونه په بشپړ ډول ځنډول شوي، همدا شان د جاني خېل او بکاخېل پر لور وتلي مهمې لارې هم د تګ راتګ د پاره تړل شوي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.