د بلوچستان د منځنیو او ثانوي زده کړو (بلوچستان بورډ اف انټر میډیټ اینډ سیکنډري ایجوکیشن) بورډ کوټې نن، د ۲۰۲۶م کال د جولای پر ۲۰مه، د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶م کال د انټرمیډیټ کلنیو ازموینو پایلې پر خپله رسمي پاڼه اعلان کړې.
په دغو ازموینو کې ټولو ۹۹۹۴۶ زده کوونکو ګډون کړی و، چې په هغوی کې ۸۸۹۴۴ بریالي شوي دي. د بریالیتوب عمومي کچه ۸۹ سلنه وه.
د یوولسم ټولګي په ازموینو کې ۴۶۳۵۶ زده کوونکو ګډون کړی و، چې په هغوی کې ۳۹۹۰۲ بریالي شوي دي. د بریالیتوب کچه ۸۶.۱ سلنه وه. د دولسم ټولګي په ازموینو کې ۵۳۵۹۰ زدهکوونکو برخه اخیستې وه، چې په هغوی کې ۴۹۰۴۲ بریالي شوي دي. د بریالیتوب کچه ۹۱.۵ سلنه ثبت شوې ده.
د ازموینو پر مهال د ناقانونه یا ممنوعه وسایلو د کارولو له امله د ۵۴۲ زده کوونکو پایلې ځنډول شوې دي. د ازموینو د ترسره کېدو لپاره په ۲۵۷ ازمویني مرکزونو کې د څارونکو په توګه د ۸۵۴ ښوونکو ( استادانو) خدمتونه ترلاسه شوي وو، او ۱۵۱ افسرانو د څارنې دندې ترسره کړې.
د کوټې د اسلامیه نجونو پوهنځي ( کالج) زده کوونکې عایشه خان د غضنفر علي لور، د رول نمبر ۵۸۰۳۶۹، د ۱۰۶۷ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ. د بي ار سي لورالایي زده کوونکي رسد خان د نعمت الله زوی، د رول نمبر ۲۵۰۲۰۲، د ۱۰۶۴ نمرو په ترلاسه کولو دویم مقام وګاټه. د کوټې د اسلامیه نجونو پوهنځي (کالج) زده کوونکې سعدیه د طاهر کامران لور، د رول نمبر ۵۸۰۳۷۰، د ۱۰۶۱ نمرو په ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.
د بورډ رئیس (چرمین) محمد اسحاق، د ازموینو کنټرولر( کنټرولر بورډ) ډاکټر ضیا الحق کاکړ او د بورډ منشي ( سیکریټري بورډ) ضیاالرحمان خلجي ټولو بریالیو زده کوونکو، په ځانګړې توګه د مقامونو ګټونکو ته مبارکي ورکړه او د نیکو هیلو څرګندونه یې وکړه.
دوی ویلي، له دغو ځوانانو سره د ملت سترې هیلې تړلې دي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به لا ډېر زیار وباسي او د هېواد، ملت او په ځانګړې توګه د بلوچستان نوم به روښانه کړي.
د ازموینو کنټرولر د ازموینو د بریالي ترسره کېدو او د پایلو د چمتو کولو په برخه کې د بلوچستان له ښوونکو، د بورډ له کارکوونکو، په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ (آی ټي) څانګې، د څېړنې څانګې، د ازموینو څانګې، د پایلو څانګې او د بورډ له ځانګړو پلټونکو ډلو څخه مننه وکړه.
د نمرو د بیا شمېرنې (ری کاونټنګ) لپاره د غوښتنلیک سپارلو بهیر په بشپړ ډول انلاین شوی دی. زدهکوونکي کولای شي دنمرو تفصیلي (ډي ایم سي) سند له ترلاسه کولو پرته، د پایلو له اعلان څخه تر ۱۵ ورځو پورې، یعنې د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۵مې پورې، د بیا شمېرنې غوښتنلیک انلاین وسپاري_