برمل کې پر یوه کور د مبینه ډرون برید ادعاې چې ۳ نجونې وژل سوي او ۶ تنه ژوبل شوي دي

د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان د برمل تحصیل په نرګسۍ سیمه کې پر یوه کور د مبینه ډرون برید ادعا شوې چې له امله یې ۳ ځوانې نجونې وژل شوې او د مور او پلار په ګډون څلور ماشومان سخت ژوبل شوي دي.

د اعظم ورسک پولیس سټیشن چارواکو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پېښه د نرګسۍ په سیمه کې رامنځته شوې ده. د پولیسو په وینا، د پېښې په اړه پلټنې پېل شوې دي، خو تر اوسه د برید د نوعیت او مسؤلینو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ نرګسۍ کوآرډینیټر نورزالدین ویلي، تېره شپه د ۴م او ۵ جولای دشپې ناوخته مهال د هغه د تره پر کور مبینه ډرون برید شوی دی. د هغه په خبره چې د کور غړي د شپې په انګړ کې ویده وو چې ناڅاپه د ډرون له لارې بم وغورځول شو. نوموړي ادعا وکړه چې په برید کې درې نجونې وژل شوې او د والدینو ترڅنګ څلور ماشومان ژوبل شوي دي.

نورزالدین پر امنیتي ادارو د برید تور پورې کړ، خو تر دې دمه امنیتي ادارو د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

د عوامي نېشنل ګوند سیمه ایز مشر ایاز وزیر وویل چې د دوی سیمه د جګړې په ډګر بدله شوې ده. د هغه په وینا، هره ورځ د هیلیکوپټرو له لارې پاڼې وېشل کېږي چې پکې خلکو ته خبرداری ورکول کېږي چې په سیمه کې وسله وال موجود دي او د هر ډول زیان مسؤلیت به خپله پر خلکو وي.

هغه زیاته کړه چې ډرون بریدونه ورځ تر بلې زیاتېږي او له امله یې ولسي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه نه تر سترګو کېږي.

د پاکستان پیپلز ګوند د ضلعې عمومي سیکتر عمران مخلص دغه پېښه خواشینوونکې وبلله او ویې ویل چې په برید کې بې ګناه ماشومان او ښځې وژل شوي دي. نوموړي وویل چې د سیمې خلک له اوږدې مودې راهیسې له حکومت څخه د امن غوښتنه کوي، خو د دوی د اندېښنو د حل پر ځای د ګڼ شمېر کسانو نومونه په شیډول فور کې شامل شوي دي.

د پېښې وروسته د پي ټي اېم اعظم ورسک له خوا خپلو غړو ته اپیل شوی چې خپلې ټولې چارې وځنډوي او نن د ماسپښین په دوو بجو اعظم ورسک ته حاضر شي، څو د پېښې په اړه د راتلونکو اقداماتو او تګلارې په اړه سلا مشورې ترسره شي.

په همدې حال کې د صوبې حکومت له لوري هم د ډرون بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کیږي ، خو د سیمې اوسېدونکي او سیاسي فعالان وایي چې تر اوسه د دغو پېښو د مخنیوي او د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره کومه بیړني ګامونه نه دي اخستي
تر دې دمه د برید د مسؤلیت په اړه کومې ډلې ادعا نه ده کړې او امنیتي ادارو هم د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.