د افغانستان د بدخشان ولايت د زيبک ولسوالۍ کې د طالبانو او د مخالفو ځواکونو ترمنځ له سختو نښتو وروسته، د افغانستان فريډم فرنټ (افغانستان ازادۍ جبهه) سياسي مشر، داود ناجي، ويلي چې د طالبانو په ضد جنګ اوس نوي پړاو ته داخله شوى دى.
ناجي دا خبره تاييد کړه چې د افغانستان فريډم فرنټ د بدخشان د زيبک ولسوالۍ کې د طالبانو په ځواکونو حملې کړي دي.
هغه تيره ورځ په ايکس (پخواني ټويټر) وليکل چې «د ازادۍ لپاره فيصله کوونکې جګړه اوس نوي پړاو ته رسېدلې ده. دا هغه جګړه ده چې پايله به يې ازادي وي، او د افغانستان ولس به يې اصلي ګټونکى وي.»
د ميډيا(رسنيو) په راپورونو کې ويل شويدي چې د طالبانو په څو پوستو په زيبک ولسوالۍ کې د طالبانو ضد ځواکونو بريدونه( حملې) کړي دي.
نښتې د پنجشنبې په ورځ پيل شوې و چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.
طالبانو هم د مخالفو ځواکونو دحملې تاييد کړى او ويلي يې دي چې لږ تر لږه پنځه د مخالفو ځواکونو جنګيالي وژل شوي دي.
ناجي ويلي د بدخشان په دغو نښتو کې د افغانستان فريډم فرنټ او طالبانو ترمنځ د جګړې کره معلومات به ډېر زر په يوه رسمي اعلاميه کې خپاره شي.
دميډيا په ځينو رپورټونو کې د سرچينو په حواله دا هم ويلي چې په دې جګړه کې درې سيمه ييز طالب قومندانان هم وژل شوي دي، خو طالبانو تر اوسه د خپلو زيانونو په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.