باجوړ کې نامعلومه وسله والو په خرکي کې یو سرکاري سکول په بارودو الوزولى دى.

 چارواکي وايي  دخېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې  نامعلومو وسله والو دګل او نهې په مينځ شپه يو سرکاري مډل سکول په بمونو الوځولى دى چې ورسره دسکول وداني زيانمنه شوې  ده.

  خرکي د واړه ماموندو د تاڼې په حدودو کې د خار باجوړه په مغربي اړخ شاوخوا دولس کلوميټره فاصله کې اباده سيمه ده.

د باجوړ د پوليسو ترجمان محمد اسرار مشال ډيجيټل ته په ليږلې شويو معلوماتو کې زياته کړې چې دغه پيښه د جولاي په يويشتمه شپه شاوخوا يوه بجه شوې، چې پکې نامعلومه وسله والو د خرکي سرکاري مډل سکول په بارودو الوزولي دي.

پوليسو زياته کړې، دغه سکول کې کوم انساني زيان نه دې شوې، البته د سکول ټوله وداني زيانمنه شوې، او ځينې کوټې او پکې پروت سامان په مکمله توګه ړنګ شوې.

پوليسو دا هم ويلي، د پيښې وروستو پوليس ياد شوي سکول ته ورغلي وو، او پلټنې يې پېل کړي.

د باجوړ د تعليمې محکمې د معلوماتو سره سم، باجوړ کې په تېرو شاوخوا ۱۷ کالو کې د ۱۰۰ نه زيات سکولونه وسله والو په بارودو الوزولي وو، چې ورستو وختونو کې هغه ړنګ شوي سکولونه حکومت بيا جوړ کړل.

په تيرو وختونو کې د سکولونو ړنګولو زمه وارۍ ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلي تحريک طالبان پاکستان (چې څه موده وړاندې ورته وفاقي حکومت فتنه الخوارج نوم ورکړې) قبولې کړې وې، البته د خرکي د سکول د ړنګيدو زمه واري لا هم کومې وسله والې ډلي نه ده قبوله کړې.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.