د ایشیایي ترقیاتی بېنک (اې ډي بي) په ویبپاڼه د جون په اتلسمه جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي، د دې پروګرام مقصد د بيمې کورېج/پوښښ پراخول او د تحفظ په نظام کښې موجودې تشې کمول دي.
په اعلاميه کښې ويل شوي چې د دې پروګرام لاندې به کورنيو، کاروبارونو، بزګرانو او عامه ماليې ته د سختو موسمي حالاتو، قدرتي آفتونو او نورو خطرونو پر ضد مالي تحفظ ورکول کېږي. تمه ده چې د دغو اصلاحاتو په نتيجه کښې به مالي کمزورۍ کمې شي، له بحرانونو وروسته به د بيا رغونې عمل چټک شي او پر عامه ماليه به فشار راکم شي.
د اعلاميې ترمخه، ټولشموله او د بيړنيو حالاتو سره سمون لرونکې د بيمې منصوبې به په ځانګړي ډول د بزګرانو، ښځو او کمزورو کورنيو لپاره عامې او پراخې کړې شي. همدارنګه به د ښځو او جينکو د اړتياوو مطابق د بيمې ځانګړې حل لارې او اسانتياوې هم رواجول کېږي او وده به ورکول کېږي.