د ایران خبري ايجنسيانې (اژانسونه) تسنیم او پریس ټي وي وايي چې په ۲۸م جون د پاسدران انقلاب لخوا خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې ده چې په بحرین او کویت کې ېې د امریکا تاسیسات د توغندیو او ډرونونو په کارولو سره په نخښه کړي دي ۔
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د ایران سمندري ، هوايي او فضايي ځواکونو په ګډه د امریکا تاسیسات په نخښه کړل ۔
اعلامیه وايي چې دا بریدونه پر ایران د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوي دي ۔ پاسدران انقلاب پر ایران بریدونه د اسلام آباد د تفاهم یادښت د لومړۍ مادې سرغړونه وبلله او خبرداری یې ورکړ چې که دغه شان بريدونه دوام ولري نو ټول ډیپلوماټیک فعالیتونه به په بشپړ ډول ودرول شي ۔
پاسداران انقلاب (د ايران انقلابي ګارد) وايي چې په راتلونکي کې به د سرغړونو په وړاندې ډیر سخت اقدامات وشي او د ایران په وړاندې هر ډول دښمنانه اقدام به له قاطع ځواب سره مخ شي ۔
تردې وړاندې د امریکا مرکزي پوځ (سینټکام) ویلي وو چې د جون په ۲۶مه یې په ایران بریدونه کړي دي ۔ دا بریدونه د هغې حملې په ځواب کې شوي چې یوه ورځ مخکې ایران په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ کړې وه ۔
بلخوا د ایران د پاسداران انقلاب (اسلامي) ځواک یو خبر د ایران نیوز په نوم یو تصدیق شوي ایکس پاڼه باندې د جون په ۲۷مه خپور شوې چې پکې یې لیکلي، د دویې سمندري ځواکونو په سیمه کې د امریکا په پوځي ځایونو بریدونه کړي دي. دا د امریکا د وروستیو بریدونو ځواب دی ۔
دوی زیاته کړې چې امریکا د هرمز تنګي د هوکړې د ماتولو په پلمه د ایران په ساحلي سیمو هوايي بریدونه کړي دي ۔
د ایران سرکاري نیوز ایجنسۍ هم د جون په ۲۷مه په ایکس پانه لیکلي، د هرمزګان ولایت په سیریک نومې سیمه کې د جمعې په شپه ناوخته د چاودنو درانه اوازونه اوریدل شوي، دوی زیاته کړې چی دغه سیمه د بندرعباس نه په ختیځ ۱۷۰کلومیټره لرې اباده ده ۔
د امریکا سینټکام هم په خپل بيان کې زیاته کړې چې، د امریکا جنګي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرونونو د ساتلو ځایونه او ساحلي رېډارونه په نخښه کړل ۔ امریکا وایي چې ایران د جون په ۲۵مه د اېور لولي په نوم یوه بار وړونکې بېړۍ د ډرون په کارولو سره وویشتله ۔
امریکا وایي چې پر سوداګریزو بېړیو دا برید د اوربند نه سرغړونه ده او د سمندر له لارې د ازاد تګ راتګ لپاره خطر جوړوي، ځکه چې د نړۍ ډېره سوداګري له همدې لارې تېرېږي ۔
خو د ایران حکومت وایې، د اسلاماباد د تفاهمي یادداشت له مخې، د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د سمبالولو او څار واک بېرته ایران ته سپارل شوی دی ۔
د ایران د پاسداران انقلاب ځواک خبرداری ورکړی چې که امریکا بیا برید وکړي، نو د ایران ځواب به لا سخت او پراخ وي ۔
خو سینټکام هم په خپل دغه خبر کې زیاتوي چې ځواکونه یې لا هم په سیمه کې موجود دي او سوداګریزو بېړیو ته د خوندي تګ راتګ اسانتیا برابروي ۔ د امریکا پوځ وایي چې د ایران سره شوې هوکړه به په بشپړه توګه عملي کېدل یقیني کوي ۔
یاد دې وي چې د فرورۍ میاشتې په اخره کې، کله چې امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونه پیل کړل، نو له هغې وروسته ایران په عملي توګه د هرمز تنګی بند ساتلی و.
هرمز تنګی د نړۍ لپاره د تېلو او ګېس د لېږد یوه ډېره مهمه سمندري لار ده. د دې لارې د بندېدو له امله په نړیوال بازار کې د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې وې.
امریکا او ایران د جون په ۱۷مه د ۱۴ مادو پر یوه هوکړه لیک د اوربند موافقه کړې وه. په دې هوکړه کې دا هم شامل وو چې ایران به د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ یقیني کوي.