د امريکا د دفاع وزارت (پينټاګون) تائيد کړې ده چې ايران سره د دوو اونيو راهيسې روانه جګړه کې نږدې ۱۰۰ امريکايي پوځيان ژوبل شوي دي.
د پينټاګون ويناوال شان پارنيل ويلي چې د جولایي له ۷مې نېټې راهيسې تر اوسه پورې نږدې ۱۰۰ امريکايي پوځيان ژوبل شوي دي، چې مختلف ډول زخمونه لري.
هغه دا هم ادعا وکړه چې له دې ژوبل شويو پوځيانو څخه ۹۶ سلنه بيرته خپلو دندو ته راستانه شوي دي.
دا خبر داسې مهال کې مخې ته راغلی چې امريکا د جمعې په ورځ ايراني برید کې مړو شويو دوو پوځيانو پېژندنه هم ښکاره کړې ده.
دې د مخه پينټاګون يوازې دومره ويلي وو چې د فبروري له ۲۸مې نېټې راهيسې تر اوسه ۱۴ پوځيان مړه او ۴۲۷ ژوبل شوي دي.
بايد وویل شي چې په شمالي عراق او اردن کې پر امريکايي اډو د ايران د ځواب په توګه کړل شويو حملو کې د مړو امريکايي پوځيانو شمېر د نورو زياتوالي انديښنه هم شته.
د امريکايي رسنيو له مخې، امريکايي پوځ په اردن کې د ايراني بريد له ځايه موندل شويوانساني اندامونو کتنه کوي، چې دا د دې اشاره ده چې د مړو شمېر ښايي نور هم زيات شي.
امريکا وړاندې ايراني بریدونو کې د دريو امريکايي پوځيانو د مرګ اعتراف کړی دی، او يو امريکايي پوځي اوس تر اوسه ورک دی. پرون په شلمه جولایي امريکايي پوځ تائيد کړی وه چې په شمالي عراق کې يو امريکايي پوځي د جولای په ۱۸مه نېټه د عملياتو پر مهال ووژل شو.
دې دمخه شنبې په ورځ په اتلسمه جولایي اردن باندې د ايران میزائیلي بریدونو کې ۲ امريکايي پوځيان ووژل شول او يو ورک شو، پداسې حال کې چې ۴ نور امريکايي پوځيان ژوبل شوي هم وو.