امریکا په ایران تازه بریدونه کړي

د امریکا د مرکزي قوماندې ځواکونو (سېنټکام) په خپله اېکس پاڼه د جولایې پر اتمه لیکلي، ځواکونو یې د ایران پر وړاندې د قوي بریدونو لړۍ پیل کړې ده ترڅو په نړیوالو اوبو کې د سوداګریزو کشتیو د عملې په نښه کولو او برید کولو لپاره درانه تاوانونه ور واړوي.

سینټکام دغه لیکنه کې زیاته کړې چې د امریکا بریدونه د هرمز تنګي څخه د تیریدونکو دریو سوداګریزو کښتیو په وړاندې د ایران د بریدونو په ځواب کې دي.

دویې زیاته کړې، د ایران څرګند تیری غیر ضروري، خطرناک او د اوربند څخه ښکاره سرغړونه وه.

بلخوا د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا هم د جولایې پر اتمه د بندر عباس، قشم او سیریک په اوږدو کې د چاودنو راپور ورکړې او زیاته کړې یې ده چې هغه سیمو د چاودنو درانه غږونه اورېدل شوي.

دویې لږه شیبه ورستو په اېکس پاڼه یو بل خبر کې بیا دا هم لیکلي، تر وسه په هرمزګان کې د امریکایې بریدونو په ترڅ کې د زیانونو راپورونه نشته.

د ایران خبري ایجنسۍ ارنا د امریکا د برید وروستو د پاسداران انقلاب لخوا جاري شوي بیان خپور کړې، چې پکې یې لیکلي د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه به د امریکا د یرغل په وړاندې سخت ځواب ورکړي.

دویې زیاته کړې چې په هیڅ حالت کې به دویې د هرمز تنګي یا د هغې د مدیریت په چارو کې لاسوهنې ته اجازه ورنکړي.

ارنا لیکلي، دا بیا تکرار کیږي چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کشتیو او تیلو ټېنکرونو د تیریدو لپاره یواځینۍ خوندي دهلیز هغه لاره ده چې د ایران اسلامي جمهوریت لخوا ټاکل شوې ده.

د امریکا او ایران جنګ په اته ویشتمې فرورۍ له هغې پیښې وروستو شروع شوې وو، چې د امریکا او اسرائیلو شریکو هوایې بمبارونو کې د ایران مشر ایت الله سید علي خامنه اي په شمول ګڼ خلق وژل شوي وو.

په وروستیو کې ایران هرمز تنګې بند کړې وو، چې ورسره په دغه اوبو کې د عربي هېوادونو نه تیل نورو هېوادونو ته انتقالول هم بند شوي وو.

د سینټکام لخوا د جولایې په ۸مه د جاري شوي خبر تر مخې، دویې د هرمز تنګي څخه تیریدونکو سوداګریزو کشتیو باندې د ایران د وروستي بریدونو په ځواب کې د دقیقو مهماتو سره ایران کې له ۸۰ څخه ډیر هدفونه په نښه کړل.

سینټکام ویلي، د امریکا ځواکونو د ایران د هوایی دفاع سیسټمونه، د قوماندې او کنټرول شبکې، د ساحلي رادار سایټونه، د کشتۍ ضد توغندیو وړتیاوې، او تنګي ته نږدې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو له ۶۰ څخه ډیرې کوچنۍ کشتۍ په نښه کړې ترڅو د نړیوال سوداګریز دهلیز له لارې د تیریدونکو نړیوالو سوداګرۍ باندې د برید کولو لپاره د ایران وړتیا کمزورې کړي.

سینټکام دا هم لیکلي، ایران په دې وروستیو کې په دریو سوداګریزو کشتیو برید وکړ چې د تنګي له لارې تیریدلې، دغه کشتیو کې د مارشال ټاپوګانو بیرغ لرونکی ایم/ټي الرکایټ، د سعودي عربستان بیرغ لرونکی ایم/ټي ویدیان، او د لایبریا بیرغ لرونکی ایم/ټي قبرص سوپریټي شاملې وې..

دویې بیا دا هم لیکلي، سینټکام ځواکونه به تیار وي، چې که ایران د لوظنامې پر ضد لاړ شي، دویې به ورته ځواب ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د ایران او امریکا تر منځ د سولې د خبرو اولنې پړاو په اسلام اباد کې سږ کال اپرېل کې شروع شوې وې، دوېیم پړاو یې په سویټزرلینډ کې د جون په ۲۱مه او ۲۲مه تر سره شوې وو.

د دواړو هېوادونو تر منځه د ۱۴ نکتو لوظنامه هم شوې وه.

اسلام اباد او سویټزرلینډ کې د خبرو اترو پړاونه د پاکستان په کوربه توب کې شوي وو.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.