د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) د جولای په څوارلسمه سهار په اېکس پاڼه د خپور شوي خبر د لارې لیکلي، دویې د جولای په ۱۳مه د شپې د ایران پر وړاندې د بریدونو وروستۍ څپه بشپړه کړې وه.
دویي زیاته کړې، امریکایي ځواکونو ایران کې پوځي اهداف په نښه کړل، پشمول د بوشهر، چاه بهار، جسک، کنارک، ابو موسی او بندر عباس، ترڅو د ایران د سوداګریزو کشتیو د برید وړتیا نوره هم کمزورې کړي. د سینټکام ځواکونو د ایران د ساحلي دفاعي سیسټمونو، توغندیو او ډرون ځایونو او سمندري وړتیاو په وړاندې دقیق مهمات وکارول.
د تازه بریدونو دغه لړۍ له هغې پیښې وروستو شروع شوې چې څو ورځې وړاندې ایران د هرمز تنګي په اوبو کې ځینې کاروباري/مال وړونکې سمندري کشتۍ په نخه کړې وې. امریکا ویلي وو، سمندري کشتۍ په نخه کول ناقانونه دي.
د جولای په څوارلسمه د ایران د سرکاري نیوز ایجنسۍ ارنا په اېکس پاڼه خبر جاري کړې، چې پکې یې د پاسداران انقلاب د اسلامي ځواک یو اعلان خپور کړې، د دغه خبر تر مخې، پاسداران انقلاب اسلامي ځواک د نصر-۲ عملیاتو دویمه څپه په بحرین کې د وسلو ګڼ شمېر زېرمې، د مخابراتو مرکز او د امریکا د پوځي استوګنځایونه په نښه کړي دي.
بلخوا سینټکام په خپل خبر کې لیکلي، د امریکا له ۵۰،۰۰۰ څخه ډیر سرتیري اوس مهال په ټول منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوي دي.
اخوا د ایران خبري ایجنسۍ ارنا هم په اېکس پاڼه ځینې نور خبرونه خپاره کړي، چې پکې یې لیکلي، د خوزستان مرستیال والي ولی الله حیاتي دویي ته راپور ورکړې چې د امریکا د دښمن له خوا توغندي د امیدیه په سیمو لګیدلي دي او ویلي یې دي چې تر اوسه پورې په دې برید کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
ارنا د پاسداران انقلاب اسلامي ځواک د خلې یو خبر کې دا هم لیکلي، دویي د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) د دویي فضايې دفاع په هرمز تنګي کې ویجاړه کړې ده.
خبري ایجنسۍ ارنا په چابهار، دشتیاري او د هرمزګان په ځېنو سیمو کې د بریدونو خبر ورکړې.