امريکې او ايران په يوولسمه ورځ هم په يو بل حملې کړي

دامريکې پوځ پرله‌ پسې په يوولسمه شپه هم په ايران کې په يو شمېر پوځي هدفونو حملې کړي دي، بلخوا د ايران په  مختلفو ښارونو کې د زورورو چاودنو د راپورونو نه پس د هوايي دفاع نظام مکمل  فعال کړل شوى دى.

بلخوا د ايران د سپاه پاسداران انقلاب دعوى ده چې د کوېت د علي السالم هوايي اډې خواوشا  لګېدلي د وختي خبرداري (ارلي وارننګ) رېډار او ټېکټيکل رېډار کمپلېکس يې تباه کړي دي.

 د امريکې سنټرل کمانډ (سينټکام) په اېکس (پخواني ټوېټر)په ٢٢مه جولايي جاري کړي بيان کې ويلي دي چې دا عمليات د ايران هغو پوځي صلاحيتونه محدودولو لپاره روان دي کوم چې دابنايى هرمز( هرمز تنګي) کې دکښتيو چلولو نړيوال عمل  ته خطر جوړېدلاى شي.

بل اړخ ته، د ايراني رسنيو ترمخه د تبريز لوېديځو سيمو کې د څو زورورو چاودنو  غږونه اورېدلي شوي دي، او د جنوبي ايران د سيريک سيمې شااوخوا نه هم د چاودنو راپورونه راغلي دي.

ايراني ميډيا وايي چې د ممکنه خطرې په نظر کې نيولو سره په تهران کې د هوايي دفاع نظام په  مکمله توګه فعال کړل شوی دی، خو تر اوسه د دغو  حملو له کبله د اوښتو زيانونو يا مرګ‌ژوبلې په اړه کوم رسمي تفصيلات نه دي جاري شوي.

د بيان ترمخه ، تېرو دريوو مياشتو کې ايران د سيمه ‌ييز او نړيوال تجارت لپاره اهمې نړيوالې داوبو لارې نه تېرېدونکو د دېرشو نه زياتو  سمندري جهازونو باندې حملې کړي دي.

سينټکام دعوه کړې ده چې دغو “بې‌جوازه حملو” د سلګونو بې‌ګناه کبانو نيوونکو ژوند د خطرې سره مخ کړی او په نړيوالو اوبو کې يې د  کشتيو چلولو ازادي متاثره کړې ده.

بيان کې دا هم ويل شوي دي چې د تاوتريخوالي باوجود  ابنايى هرمز د  تجارتي جهازونو د تګ راتګ لپاره اوس  هم پرانستی دی.

 همداشان، د مۍ مياشتې د شروع  نهه تر اوسه  امريکايي ځواکونو د شاوخوا ۹۰۰  تجارتي   جهازونو او ۴۵۰ ميليونه بېرله خام تېلو په محفوظه توګه د ليږلو راليږلو په يقيني کولو کې مرسته کړې ده.

بلخوا د ايران د سپاه پاسداران انقلاب دعوى ده چې د کوېت د علي السالم هوايي اډې خواوشا  لګېدلي د وختي خبرداري (ارلي وارننګ) رېډار او ټېکټيکل رېډار کمپلېکس يې تباه کړي دي.

د دې نه علاوه، په بوبيان  جزيره موجود يو بل رېډار نظام هم په نښه کړل شوی دی.

د سپاه پاسداران انقلاب په وينا، د دوي په دې عملياتو کې دغه دواړه رېډار نظامونه په  مکمله توګه تباه او ناکاره کړل شوي دي.

بيان کې  ويل شوي دي: “جارحيت کوونکي ته به د سزا ورکولو عمليات روان وي.”

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.