امريکا د ايران د تېلو پر بنديزونو کې نرمي اعلان کړه، د تېلو نرخ ښايي نور هم ټيټ شي

د امريکا خزانې وزارت د ايران د خامو تېلو د توليد، خرڅ او لېږد لپاره د ۶۰ ورځو عارضي اجازه ورکړې ده۔ د امريکا د خزانې وزير سکاټ بېسېنټ ويلي چې دا پرېکړه له هغې وروسته شوې چې ايران د هرمز تنګي له لارې د بېړيو د ازاد تګ راتګ او د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې(ايي اۍ اي اۍ) د پلټونکو د بېرته ورتګ په اړه ډاډ ورکړی دی۔

د امريکا مرستيال ولسمشر جۍ ډي وېنس هم ويلي چې ايران د اټومي انرژۍ د نړيالۍ ادارې د پلټونکو د بېرته ستنېدو سره موافقه کړې ده. خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت دغه خبره رد کړې او ويلي يې دي چې د سوېټزرلينډ په خبرو کې نه د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات شوي او نه ايران کومې نوې ژمنې منلې دي۔

د امريکا له نوي جواز سره به ايران د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې خپل تېل خرڅولی شي او د دغو صادراتو پيسې به په امريکايي ډالرو ترلاسه کولای شي۔

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د ايران پر مالي او بانکي بنديزونو کې هم لنډمهاله نرمي راولي او ځينې مالي ادارې به د بنديزونو له محدوديتونو مستثنا وي۔

بلخوا جي ډي وينس ويلي چې امريکا او ايران د هرمز تنګي د خلاص ساتلو لپاره يو ګډ ميکانيزم جوړ کړی او د لبنان په ګډون د سيمې د شخړو د مخنيوي لپاره يې د همغږۍ يوه ځانګړې طريقه هم فعاله کړې ده۔

د قطر او پاکستان له خوا په خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې ټولو اړخونو د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره پر يوه روډ مېپ، د لوړې کچې کمېټۍ پر جوړېدو او د تخنيکي ټيمونو  پر پيلولو سلا کړې ده۔

د خبرو اترو له پرمختګ وروسته د هرمز تنګي له لارې د ګازو او تېلو د بېړيو تګ راتګ هم يو ځل بيا پيل شوی دی۔ راپورونه وايي چې د قطر څلور د مايع ګازو بېړۍ د جګړې له پيل وروسته د لومړي ځل لپاره له تنګي تېرې شوې دي۔

جي ډي وينس دا هم ويلي چې که د ايران کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، نو د امريکا او قطر په څارنه کې به د امريکايي سويا، جوارو او غنمو د اخيستو لپاره وکارول شي۔ خو ايران تر اوسه په دې اړه کوم رسمي دريځ نه دی څرګند کړی۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.