د امريکا سېنېټ د نهې(سه شنبې) په ورځ هغه قرارداد منظور کړ چې له مخې يې له ايران سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه شوې ده. دا پرېکړه ليک مخکې د استازو جرګې (هاوس اف ريپريزنټېټيوز) هم منظور کړی و۔
دغه پرېکړه ليک د ۵۰ په مقابل کې د ۴۸ رايو په اکثريت منظور شو۔
ډيموکراټ ګوند دا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران د جګړې د تګلارې پر ضد يو سياسي پيغام بولي۔
د سېنېټ د ډيموکراټانو مشر چارلس شومر وويل چې کانګرس ولسمشر ټرمپ ته روښانه پيغام ورکړی چې امريکايي ځواکونه بايد له ايران سره له روانو پوځي عملياتو څخه ووځي۔
ډيموکراټانو له دې فرصت څخه ګټه واخيسته چې د جمهوري غوښتونکي سناتور مچ مکانل د ناروغۍ له امله په غونډه کې نه و حاضر۔ همدارنګه د پنسلوانيا جمهوري غوښتونکی سناتور ډېوېډ مکورمک هم د ولسمشر ټرمپ سره په سفر بوخت و او رايه يې ور نه کړه۔
خو دا پرېکړه ليک يوازې سمبوليک ارزښت لري او قانوني بڼه نه لري۔ ځکه دا د کانګرس ګډ پرېکړه ليک دی او د ولسمشر لاسليک ته نه وړاندې کېږي۔ که د ولسمشر لاسليک ته تللی وای، تمه کېده چې ټرمپ به پرې ويټو لګولې وای۔
د سېنېټ د اکثريت مشر جان ټيون وويل که ټول جمهوري غوښتونکي سناتوران حاضر وای، نو دا پرېکړه ليک به ناکام شوی وای۔ هغه زياته کړه چې په داسې وخت کې چې ايران سره د اټومي پروګرام په اړه د يوې موافقې د ترلاسه کولو هڅې روانې دي، دا ډول رايې ورکول د مذاکراتو لپاره ګټور نه دي۔
د لوزيانا سناتور بيل کاسيډي، د مېن سناتوره سوزن کولنز، د الاسکا سناتوره ليزا مورکووسکي او د کينټکي سناتور رينډ پال هغه جمهوري غوښتونکي وو چې د ډيموکراټانو ملاتړ يې وکړ۔
د ويرجينيا ډيموکراټ سناتور ټيم کېن وويل چې د جګړې اعلانول د کانګرس اساسي قانوني واک دی او بايد يوازې يو کس د جګړې او سولې پرېکړه ونه کړي. هغه زياته کړه چې د ايران او امريکا ترمنځ د نازک اوربند په حالت کې دا مناسب وخت دی چې کانګرس د راتلونکو ګامونو په اړه خپله کردار ولوبوي۔
په سېنېټ کې يوازې يو ډيموکراټ سناتور، جان فېټرمن، د دې پرېکړه ليک مخالفت وکړ۔