د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام وينا ده افغانستان کښې د ۱۹۵۰ کال راهسې ګرمي شاوخوا ۱.۸ درجې سېوا شوې ده. د موسم د بدلون له امله وچکالي، سېلابونه، واورې راښوېدل او سختې واورې هر کال ددوو لکو نه زيات افغانان متاثره کوي.
د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام ترمخه افغانستان د نړۍ په هغو ملکونو کې شمېرل کېږي چې د موسم د بدلون ډېر سخت اثرات پرې دي، حالانکې په نړيوالې ګرمۍ جوړولو کې يې برخه ډېره کمه ده.
اداره وايي، د ١٩٥٠ کال راهسې افغانستان کې ګرمي شاوخوا ۱.۸ درجې سينټي ګرېډ زياته شوې ده. د بارانونو کمي له امله وچکالي اوږدېږي، او د اوړي په موسم کې د واورو او کنګل زر وېلې کېدل د ناڅاپي سېلابونو خطر هم نور زياتوي.
سېلابونه يواځې کورونه نه خرابوي، بلکې ويالې، سړکونه او د اوبو نظام هم تباه کوي، فصلونه له منځه وړي او ډېر کسان پور اخيستو ته مجبوره کوي.
د ناروى د نړيوالو چارو انسټيټيوټ د ۲۰۲۶ کال په رپورټ کې ويلي دي چې د افغانستان شاوخوا ۸۰ فيصده خلک نېغ په نېغه يا باالواسطه په کرنه روزګار کوي. هم د دې وجې د اوبو کمي، وچکالي او بې وخته بارانونه د خلکو په روزګار، خوراک او امدن بداثر کوي.
رپورټ زياتوي چې د ۲۰۲۵ کال په وړومبنو درېوو مياشتو کې د نوو بېکوره شوو ۷۹ فيصده پېښې د موسم د افتونو له وجې شوې وې. رپورټ وايي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل نه تر دسمبره پورې نزدې ۶۷۵ زره او ۵۰۰ افغانان د موسم د بدلون د اثر له امله ګاونډيو ملکونو ته تللي وو.
خو رپورټونه دا هم وايي چې هر ناورين يواځې د موسم د بدلون له وجې نه راځي. اوږدې جګړې، بې وزلي، کمزورې بنيادي اسانتياوې، د ځنګلونو پرې کول او د اوبو خراب انتظام هم د خلکو ستونزې زياتوي.