اسرايیل او حزب الله پر اوربند سلا شول، د امریکا او ایران خبرې ځنډېدلې دي

اسرايیل او حزب الله د جمعې په ورځ په لبنان کې پر اوربند سلا شوي دي. دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې په لبنان کې د جګړې زیاتېدو د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د روانو هڅو لپاره اندېښنې پیدا کړې وې۔

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې د امریکا او ایران استازي د جمعې په ورځ د سوېټزرلېنډ په بورګن سټاک سیمه کې خبرې وکړي، خو په لبنان کې د جګړې د سختېدو له امله دغه خبرې تر اوسه ځنډول شوې دي۔

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له اسرايیلو سره یې خبرې کړې او ترې یې غوښتي چې اوربند ومني۔ هغه ویلي چې کله کله باید د ستونزو د حل لپاره له زغم او عقل څخه کار واخیستل شي۔

امریکايي چارواکي وایي چې اوربند د لبنان پر وخت د مازدیګر له څلورو بجو وروسته عملي شوی او د دې هوکړې په جوړېدو کې د امریکا، قطر او ایران استازو مهم رول لوبولی دی۔

د حزب الله سرچینو او اسرائیلي چارواکو هم د اوربند پخلی کړی دی۔ اسرائیل وایي که حزب الله پرې برید ونه کړي، نو دوی به هم جګړه نه کوي، خو اسرائیلي ځواکونه به د لبنان په جنوبي سیمو کې پر خپلو اوسنیو ځایونو پاتې وي۔

د لبنان امنیتي سرچینې وایي چې د اوربند له اعلان وروسته په لومړي ساعت کې اسرائیلو څو هوايي بریدونه وکړل، خو وروسته بریدونه ودرېدل۔

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د جمعې تر سهاره پورې په اسرائیلي بریدونو کې ۴۷ کسان وژل شوي او ۹۷ نور ژوبل شوي دي. بلخوا اسرائیلي پوځ ویلي چې په لبنان کې یې څلور سرتېري وژل شوي دي۔

راپورونه وایي چې د امریکا او ایران ترمنځ د موقتي تړون له مخې باید په ټولو محاذونو، په ځانګړي ډول لبنان کې، جګړه پای ته ورسېږي۔ خو اسرائیل وایي چې دا تړون یې نه دی لاسلیک کړی او د دې برخه نه ده۔

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې که په لبنان کې جګړه ونه درېږي، نو امریکا به د خپلو ژمنو د نه پوره کولو مسووله وي۔

په همدې حال کې د لبنان ولسمشر جوزف عون د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي، خو ویلي یې دي چې دایمي اوربند ته د رسېدو هڅې به دوام ولري۔

بلخوا د امریکا او ایران ترمنځ د روان تفاهم له مخې، دواړو لورو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي۔

د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د اوربند له اعلان وروسته د نړۍ د تېلو بازارونه تر یوه حده ارام شوي او د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد هم بېرته زیات شوی دی۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.