پولیسو په سوات کالام کې د ډوبې شوې کشتۍ چلوونکی نیولی

د سوات د کالام په سيلانيزه سيمه، سيف الله ډنډ کې د جولاېي په لومړۍ نېټه د سېلانیانو د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې د پنجاب د لاهور اوسېدونکي اووه کسان مړه شوي وو.

د بر سوات ډوېلپمنټ اتهارټۍ وياند سعيدالرحمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د کشتۍ چلوونکی لياقت علي په پېښه کې ژوندی پاتې شوی و، خو وروسته له سيمې تښتېدلی و. د هغه په وينا، په کشتۍ کې د قانون له مخې د خونديتوب لازم تدابير نه وو نيول شوي. پوليسو نوموړی نيولی او د قانون له مخې يې پرې مقدمه هم درج کړې ده.

بلخوا، په پېښه کې د ورکې شوې سيلانۍ/زنانه د موندلو لټون لا هم روان دی. له دې وړاندې د شپږو مړو جسدونه راايستل شوي او د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته لاهور پنجاب ته لېږدول شوي وو.

همدارنګه، د بر سوات ډپټي کمېشنر سهيل خان په مشرۍ د جولاېي په درېیمه  يوه غونډه شوې چې پکې د پوليسو، د سيلګرۍ ادارې او بر سوات ډوېلپمنټ اتهارټۍ چارواکو ګډون کړی و. غونډه کې د سيلانيانو د خونديتوب لپاره د احتياطي تدابيرو د سخت عملي کېدو پرېکړه وشوه. د پرېکړې له مخې به په سوات سيند کې د کشتیو رسمي ثبت، د لايف سېونګ جېکټونو کارول او د خونديتوب نور اصول لازمي وي. همدارنګه، د سيند پر سر د چيرلفټونو او زېپ لاينونو د خوندي فعاليت لپاره هم ځانګړې لارښوونې جاري شوې، څو د سيلانيانو ژوند خوندي وساتل شي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.