نادرا د “قائداعظم”  شناختي کارډ بند کړی دی

یو پاکستاني، چې نوم يې قائداعظم دی، د قومي شناختي کارډ بندیدو خلاف یې پيښور هايکورټ کې مقدمه جمع کړې ده.

دغه مقدمه د جسټس وقار احمد او جسټس عنايت الله خان په مشرۍ د عدالت مخې ته واورول شوه. د درخواست کوونکي وکيل عدالت ته وويل، چې قائداعظم يو کاروباري سړی دی او په پاکستان او دوبۍ کې کاروبار کوي. د شناختي کارډ بندېدو له امله يې د کاروبار او ورځني ژوند چارې سختې اغېزمنې شوې دي.

د  شناختي کارډ جاري کولو محکمې نادرا ( نیشنل ډیټا بیس اینډ رجسټریشن اتهارټي) وکيل عدالت ته وويل، چې د نوموړي شناختي کارډ ځکه بند شوی، چې د شکمن ریکارډ په توګه په نخښه شوی وو، خو د اورېدنې په وخت يې د دې فیصلې پوره تفصیل عدالت ته نه دی څرګند کړی.

د دواړو خواوو دريځ د اورېدو وروسته، پيښور هايکورټ قائداعظم ته امر وکړو چې د نادرا د تصديق بورډ مخې ته حاضر شي.

عدالت دا هم حکم ورکړو، چې تر هغې دې نوموړی نه شړل کېږي، تر څو چې د تصديق عمل مکمل شوی نه وي. د عدالت په وينا، قاید اعظم ته دې فرصت ورکړل شي چې خپل ریکارډ تصديق او شناختي اسناد بېرته فعاله کړي.

د يادونې وړ ده، چې “قائداعظم” د پاکستان د باني محمد علي جناح لقب دی، او د همدې غيرمعمولي نوم له امله دا مقدمه د خلکو د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده.

نادرا ترهګرۍ کې د ککړو تنانو، په ناقانونه طریقه د نورو هیوادونو اوسیدونکو د شناختي کارډ ترلاسه کونکو، بنکونو یا نورو مالیاتي او حکومتي ادارو سره مالي لانجو کې ښکیلو تنانو شناختي کاروډونه بندوي.

نادرا چې کله د يو تن شناختي کارډ بند کړي، نو د بنکونو، سفر او نورو مهمو دولتي او شخصي خدمتونو ترلاسه کولو کې ورته ګڼې ستونزې پيدا کېږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.