د ټماټرو په شمول۲۳ ضروري توکي نور هم ګران او پټرول ارزان شو

سره له دې چې حکومت دعوه کوي په هېواد کې د ګراني کچه راکمه شوې، خو د پاکستان د شمارياتو ادارې د تازه شمېرو له مخې د ورځني استعمال ۲۳ ضروري توکي نور هم ګران شوي دي.

د ادارې ترمخه، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ګراني عمومي شرح کې ۰.۹۸ فيصده کموالی راغلی، خو د ټماټرو بيه تر ټولو زياته لوړه شوې ده. هغه ټماټر چې تېره اوونۍ په ۶۰ نه تر ۸۰ روپو کيلو خرڅېدل، اوس په ۳۰۰ تر ۳۵۰ روپو کيلو پلورل کېږي. د ټماټرو په بيه کې له ۱۲۵ فيصدو زياته اضافه ریکارډ شوې ده.

همدارنګه د پيازو، آلو، اګو/هګیو، اوړو، شېدو/پېو، مستو، ورېجو او يو شمېر نورو خوراکي توکو نرخونه هم زيات شوي دي.

بل لور ته وفاقي حکومت د جولایې په درېیمه د پټرولو او ډيزلو په بيه کې ۱ روپۍ او ۹۷ پېسې په ليټر کې کمې کړې.

د شماریاتو د اداې د معلوماتو سره سم، چرګ، کېلې، دالونه او ايل پي جي هم د هغو شيانو په ډله کې دي چې بيې يې لږې راکمې شوې دي. په پېښور سبزي منډۍ کې آړتي نعيم الله د ټماټرو د ناڅاپي ګرانېدو په اړه وويل، په هېواد کې د مقامي ټماټرو فصل کم شوی، وروستيو بارانونو او ږلۍ فصل ته زيان رسولی، او له افغانستان او د هغې لارې راتلونکی ټماټر هم بند شوی، ځکه نو په مارکېټ کې د ټماټرو بيې ډېرې لوړې شوې دي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.