د فټبال نړېوال جام کې د ايران او بلجيم لوبه برابر پاتې شوه

د ايران د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶م فټبال نړیوال جام په ګروپي پړاو کې له بلجيم سره خپله دويمه لوبه صفر ـ صفر مساوي کړه او د بل پړاو لپاره يې هيلې ژوندۍ وساتلې۔

دا لوبه د امريکا په سوفي لوبغالي کې ترسره شوه، خو دواړه لوبډلې ونه توانېدې چې ګول وکړي۔

د ايران نامتو بريدګر مهدي طارمي د لوبې په ۲۵مه دقيقه کې ګول وکړ، خو ريفري د اف سايډ له امله دغه ګول ونه مانه۔

د لوبې په ۶۶مه دقيقه کې د بلجيم لوبغاړی نېتن انګوای پر مهدي طارمي د سختې خطا له امله په سور کارډ له ميدانه بهر کړل شو او د بلجيم لوبډله لس کسيزه شوه۔

د ايران ګول ساتونکی علي رضا د غوره لوبغاړي جايزه وګټله. نوموړي د لوبې پر مهال څو مهمې حملې ودرولې او خپله لوبډله يې له ګول خوړلو بچ کړله۔

ايران بل پړاو ته د تلو هيلې ژوندۍ ساتلې دي او اوس به د جون په ۲۷مه له مصر سره مهمه لوبه کوي۔

ايران تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه له نيوزيلينډ سره ۲-۲ مساوي کړې وه۔ د مصر پر وړاندې راتلونکې لوبه به د ايران لپاره ډېره مهمه وي، ځکه چې د بريا په صورت کې به د ناک اوټ پړاو ته د رسېدو چانس زيات شي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.