امريکا او ايران د هرمز تنګي د شخړو مخنيوي لپاره د اړيکو پر ځانګړې تګلاره سلا شول

د پاکستان او قطر په منځګړيتوب د امريکا او ايران ترمنځ د خبرو لومړی پړاو سوېټزرلينډ کې پای ته رسېدلی او دواړو هېوادونو د هرمز تنګي په سيمه کې د هر ډول پېښو او شخړو د مخنيوي لپاره د يوې ځانګړې اړيکې يا “کميونيکېشن لاين” په جوړولو سلا شوې دي۔

د دواړو منځګړو هېوادونو له لوري په خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې امريکا او ايران به د لبنان په اړه د شخړو د مخنيوي لپاره يو ګډ د ستونځو هوارولو سېل هم جوړوي۔

د راپورونو له مخې، د امريکا مرستيال ولسمشر جي ډي وينس د يکشنبې په ورځ د سوئټزرلېنډ په بويرګن سټاک سيمه کې له ايراني استازو سره خبرې وکړې۔ دغه غونډه د هغو مذاکراتو لومړۍ ناسته وه چې تېره هفتې د دواړو خواوو ترمنځ د شوي تفاهم له مخې پيل شوې ده۔

د تېرې هفتې له موافقې سره سم، د اپرېل مياشتې راهيسې روان نازک اوربند لږ تر لږه د نورو ۶۰ ورځو لپاره غځول شوی دی۔

د عارضي سولې تړون کې د هرمز تنګي بيا پرانېستل، د جګړو بندول او په لبنان کې د تاوتريخوالي ختمول شامل وو۔ خو د دغه تړون وروستو هم په لبنان کې اسرائيلو بريدونو وکړل، په داسې حال کې چې د ايران ملاتړې حزب الله ډلې هم پر اسرائيلي هدفونو بريدونه کړي دي۔

خو ايران د اوونۍ په پای کې اعلان وکړ چې هرمز تنګی يې يو ځل بيا د کښتيو د تګ راتګ لپاره تړلی دی. تهران وايي امريکا په لبنان کې د جګړې د درولو خپله ژمنه نه ده پوره کړې۔

ايران دا هم ويلي چې د سوېټزرلېنډ په خبرو کې به د دې هېواد د اټومي پروګرام په څېر مهمې مسئلې تر بحث لاندې نه راځي۔

د امريکا او ايران ترمنځ دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې په سيمه کې د اوږدمهاله سولې او د هرمز تنګي د مستقل بيا پرانېستو لپاره نړيوالې هيلې زياتې شوې دي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.