امریکا کې د فوډ فېسټېول په وخت ډزې

د امريکا د سيئټل ښار په يو فوډ فېسټېول کې د ډزو په پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او د يو ماشوم په ګډون ۴ نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا، پېښه د يکشنبې په ورځ په ۲۶مه جولایي د “بايټ آف سيئټل” فوډ فېسټېول پر مهال رامنځته شوې ده. د پولیسو په وینا يو شکمن کس نيول شوی، خو د بل شکمن لټون روان دی.

د سيئټل د پوليسو مرستيال مشر ټايرون ډېوس خبريالانو ته وويل، ړومبۍ پلټنې ښايي چې دوه کسانو په یو بل ډزې کولې، چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د سيئټل ښاروالي کېټي ولسن د نورو چارواکو ترڅنګ خبري غونډې ته وويل، د سيئټل سينټر کې رامنځته شوې دا پېښه يو ويروونکې او دردناک سانحه ده. هغې زياته کړه، په ښار او ټول هېواد کې د ډزو پېښې پرله ‌پسې کېږي، او يوازې په تېرو څو ورځو کې د ډزو درې لويې پېښې ثبت شوې دي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.