د مصنوعي ذهانت یا ای آیي استعمال ورځ تر بلې په زیاتیدو دی. خو یو امریکني د روغتیا د خطر د سره مخ کېدو وروسته د مشهورې ای آیي چیټ جي پي ټي خلاف ړومبۍ مقدمه درج کړې ده.
د خبر تر مخې، مقدمه کې دعوه شوې چې یو امریکني اوسیدونکي ته چیټ جي پي ټي غلطه طبي مشوره ورکړې وه، چې له امله يې هغه په وخت علاج ونه کړو او وروسته له سخت روغتيايي مسلو سره مخ شو، چې ژوند يې هم له خطر سره مخ شوی دی.
راپور وايي، دا ړومبی ځل دی چې د يو چيټ بوټ د طبي مشورې له امله د يو کس د زيانمنېدو دعوه عدالت ته اوړل شوې ده.
د فلوريډا ریاست يو پادري سکاټ ونټرز تېره چهارشنبه د جولایي په دوه ویشتمه دغه مقدمه د کیليفورنيا سپريم کورټ کې درج کړې ده. هغه دعوه کړې چې چیټ جي پي ټي ورته خطرناکې طبي مشورې ورکړې او ډاډ يې ورکړی وو چې د هغه د ناروغۍ ړومبۍ نښې سختې نه دي.
د مقدمې تر مخې، د همدغو مشورو په وجه د هغه سږو کې د ویني د چلیدو رفتار کم شو، یعني د هغه د (پلمونري ايمبولېزم) علاج په وخت اونه شو چې له امله يې ژوند له جدي خطرې سره مخ شو. نوموړي دا هم ويلي چې چیټ جي پي ټي دی د سپیشلسټ ډاکټر سره د سلا کولو نه هم منع کړی وو.
مقدمه کې د اوپن ای آیي او د هغې د شرکت مشر سيم آلټمن باندې بغیر د اجازې د طبي مشورو ورکولو تورونه هم لګول شوي دي.
د امريکايي پادري له خوا له عدالت نه غوښتنه شوې چې د چیټ جي پي ټي د صحت خدمتونه دې تر هغه وخته ودرول شي. تر څو چې ازادو ادارو ددې د محفوظ ضمانت نه وي ورکړی. هغه د مالي تاوان غوښتنه هم کړې.