په خوست کې ټرافیکي پيښې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند دخیو سیمه کې د یو موټر او رکشې د ټکر له امله ۴ ولسي وګړي وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي۔
د جون په ۲۲مه د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار مشال ډیجیټل ته وویل، په وژل شویو کې یوه ښځه، یو ماشوم او دوه نارینه په کې شامل دي۔
د نوموړي په وینا، ټکر د خوست-ګردیز د لویې لارې په مسیر کې شوی دی۔
طاهر احرار زیاته کړه “پرون یکشنبه د خوست–کابل لویې لارې د داخیو په سیمه کې د یوه مازدا ډوله موټر او بجاج رېکشې ترمنځ سخت ټکر رامنځته شوی دی”۔
د امنیه قوماندانۍ ویاند دا هم وویل، چې د پېښې دواړه ټپیان ماشومان د درملنې لپاره پر وخت روغتون ته لیږدول شوي دي۔
د نوموړي په وینا د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی خو د پېښې په تړاو څیړنې روانې دی۔
یاده دې وي، د خوست –ګردیز د لویې لارې په مسیر له اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ تر نادرشاه کوټ پورې د لارې په اوږدو کې ډېر کله د سړک د تنګوالي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله ټرافیکي پېښې رامنځته کیږي، چې د مالي او ځاني زیانونو د اوړیدو لامل کیږي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.