اورکزو کې د يو مړي خاورو ته د سپارلو پر مهال اسماني تندر درې کسان وژلي دي

د اورکزيو ډپټي کمشنر عرفان الدين د خپل دفتر په رسمي فېسبک پاڼه خپور شوي خبر کې ويلې دي چې د جون پر ۱۸مه نېټه د فېروز خېلو سيمې په ميربک هديرې کې د يو مړي خاورو ته ورسپارلو رسومات روان وو چې دې مهال پرې د اسماني بجلۍ تندر را پرېوتو چې پکې درې کسان مړه او څلور ژوبل شوي دي۔

 په پېښه کې ژوبل کسان د کلايې هسپتال ته رسول شوي دي چې د روغتون ډاکټرانو له طرفه يې حالت له خطره بهر ښودل شوی دی۔

ډپټي کمشنر په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د پېښې نه وروسته د انتظامي او د پوليسو ځايي مشران هسپتال ته ورغلي او د ژوبل کسانو سره يې مرستې هم روانې دي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.