ښځو ته د انصاف ترلاسه کولو کې لوی خنډ له قانون څخه ناخبري ده

د جون په لسمه پېښور کې د ښځو د حقونو ټولنې “شرکت ګاه” له خوا د خېبرپښتونخوا ښځو ته انصاف ته د لاس رسۍ په اړه د نهه مياشتني پروګرام د پای غونډه وشوه۔ په دې غونډه کې د پېښور، سوات، کوهاټ او خېبر ضلعو رضاکارانو، مدني فعالانو تر څنګ د عدليې ، پوليسو او د وکيلانو استازو هم ګډون اوکړو۔

غونډې ته د يادې ټولنې مشرې فريده شهيد وويل چې څو کاله وړاندې په ډېرو ادارو کې د ښځو ګډون د نيش برابر و۔ په سرکاري او غير سرکاري ادارو کې د ښځو کار کول يو ناسم عمل ګڼل کېده، خو اوس په پوليسو، عدليه او نورو ادارو کې ګڼ شمېر ښځې کار کوي. هغې وويل چې ان په لوړو عدالتونو کې ښځينه وکيلانې او قاضيانې شته او په پوليسو کې هم ښځې په لوړو چوکیو کار ترسره کوي۔

نوموړې زياته کړه چې د دوی د نهه مياشتني پروګرام موخه دا وه چې د خېبرپښتونخوا په څلورو ضلعو کې په اړوندو ادارو کې د ښځو لپاره د ځانګړو چوکیو غوښتنه وشي، څو ښځو ته د انصاف ترلاسه کولو په برخه کې اسانتياوې برابرې شي. هغې وويل، په پاکستان کې قانون شته، خو د قانون نه ناخبري او نور ټولنيز خنډونه د دې سبب ګرځي چې ګڼ شمېر ښځې له انصاف څخه بې برخې پاتې شي۔

د ښځو لپاره د انصاف د يقيني کولو په اړه د پروګرام مرستيالې فوزيه علي وويل چې دوي په پېښور، سوات، کوهاټ او خېبر ضلعو کې په سلګونو رضاکارانو، پوليسو، د عدليې غړو، وکيلانو او خبريالانو ته روزنه ورکړې ده، چي د ښځو ستونزې اړوندو ادارو ته ورسول شي او متاثره ښځو ته پر وخت انصاف ترلاسه شي. هغې وويل چې د دوی يوه بله هڅه دا هم وه چې په انصاف ورکوونکو ادارو کې د ښځو شميره زيات شي۔

په غونډه کې د پېښور کونسلرې شاکرې ګل وويل چې هغه د سيمې له ګڼ شمېر هغو ښځو سره مرسته کوي چې د کورنيو شخړو، وراثت، تعليم، تشدد او نورو ستونزو سره مخ وي. هغې وويل، زياتره متاثره ښځې او د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې مدني فعالانې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي، ځکه چې حکومت د ښځو د ستونزو د حل لپاره بېلابېلې ادارې جوړې کړې دي، خو ډېری خلکو ته دا نه وي معلومه چې د کومې ستونزې لپاره له کومې ادارې سره اړيکه ونيسي. د هغې په وينا، دغه روزنه ځکه ګټوره وه چې مدني فعالانو ته د ستونزو د حل لارې چارې ور وپېژندل شوې۔

د سوات اوسېدونکې ډاکټر ياسمين ګل او رانا بي بي وايي چې په سيمه کې زرګونه ښځې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د انصاف ترلاسه کولو په برخه کې له لويو خنډونو سره مخامخېږي۔ د دوی په وينا، د دغو ستونزو ډېری لاملونه ټولنيز او کلتوري دي، چې له امله يې ښځې پوليسو، محکمو او جرګو ته د تګ زړه نه شي کولای. هغوی وويل، که د ښځو د ستونزو د حل لپاره په سرکاري ادارو کې نورې ښځې هم وګمارل شي، نو دا به متاثره ښځو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي۔

غونډې ته وکيلې سميرين حکيم وويل چې هغې پيرا ليګل رضاکارانو ته روزنه ورکړې او د ښځو د ستونزو د قانوني حل لارې يې ورښودلې دي. هغې وويل چې دا ډول روزنې بايد د خېبرپښتونخوا په نورو ضلعو کې هم رضاکارانو ته ورکړل شي، ځکه چې له دې سره به ښځو ته د انصاف ترلاسه کولو په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

د سوات د مينګورې د ښځو پوليس سټېشن اېس اېچ او نيلم وويل چې دوی د ښځو د ستونزو د اورېدو او حل لپاره په ځانګړي ښځينه تاڼه کې کار کوي. د هغې په وينا، متاثره ښځې دغه تاڼې ته مسلي راوړي او د هغوی ستونزې حل کېږي. هغې زياته کړه چې په دغه تاڼه کې زياتره ښځينه پوليسې کار ترسره کوي.

د ښځو د انصاف د رسایۍ لپاره د شرکت ګاه له خوا جوړې شوې دستورې ته د خېبرپښتونخوا د قانون او بشري حقونو ادارې مشر ډايريکټر غلام علي وويل چې حکومت د ښځو د حقونو او انصاف د تأمين لپاره بېلابېل قوانين جوړ کړي دي. هغه وويل چې په تاڼو کې د متاثره ښځو لپاره ځانګړي ډيسکونه جوړ شوي او د ښځو د شکايتونو د اورېدو لپاره د صوبايي محتسب اداره هم فعاله ده. د نوموړي په وينا، د دوی اداره د ښځو ستونزې څاري، په ناوړه پېښو نوټس اخلي او اړوندو ادارو ته يې د قانوني کارروایۍ لپاره استوي.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.