کارپوهان وايي چې د موسمي بدلون له کبله په پاکستان او افغانستان کې د سېلابونو، وچکالۍ او د اوبو د کمښت خطر نور هم زيات شوی دی ۔
د راپورونو تر مخه په هندوکش او هماليا غرونو کې واورې او د کنګل لويې ټوټې په تېزۍ سره ويلي کېږي ۔ د دې له کبله د ناڅاپي سېلابونو خطر زيات شوی او ګڼې سيمې له ګواښ سره مخ دي ۔
په پاکستان کې سږ کال هم د تودوخې لوړې درجې او بې وخته بارانونو اندېښنې راپارولي دي ۔ کارپوهان وايي چې د کنګل شوو جهيلونو چاودنې او ناڅاپي سېلابونه د شمالي سيمو خلکو ته لوی خطر جوړوي۔
بلخوا په افغانستان کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د اوبو کمښت او وچکالي به د ميليونونو خلکو ژوند اغېزمن کړي ۔
راپورونه وايي چې د افغانستان زياتره خلک د وچکالۍ له ستونزو سره مخ دي او په ځينو سيمو کې د څښاک اوبه هم کمې شوې دي ۔
کارپوهان وايي چې پاکستان او افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دي چې له موسمي بدلون ډير اغېزمن کيږي ۔ اګرچې د چاپيريال په ککړتيا کې يې ونډه ډېره کمه ده ۔
د چاپېريال پوهان وايي چې د اوبو د زېرمو جوړول، د سېلابونو لپاره د خبرداري نظام پياوړی کول او د ونو کرل د دغو خطرونو د کمولو لپاره مهم ګامونه دي ۔