په خوست کې د کور د چت د لویدو په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي

د جون پر څوارلسمه د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند په ماڼه کلي کې د یو استوګنیز کور د چت د لویدو په پېښه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او یو کوچنی ماشوم په کې ټپي شوی دی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار مشال ډېجیټل ته وویل، چې یاده پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې او په کې د کورنۍ مشر عبدالولي، د نوموړي میرمن، د هغه اوه کلن زوی او دوه کلنه لور وژل شوی او یو اته کلن ماشوم زوی يې ټپي شوی دی.


طاهر احرار زیاته کړه: ”د پېښې ځای ته د باک ولسوالۍ امنیتي کسانو بېړنۍ رسېدنه کړې او په لومړنیو پلټنو کې معلومه شوې چې یاده پېښه په طبيعي ډول رامنځ ته شوې. “
د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل، د دې پيښې د کورنۍ غړي د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ د سلام خېلو اوسیدونکي دي، چې اوسمهال يې د خوست په باک ولسوالۍ کې ژوند کاوه.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.