د موسمیاتو اداره وایي، د نن نه به د خیبر پښتونخوا په شمول نورو صوبو، ګلکت او کشمیر کې هم غربي هواګانې داخلې شي، امکان دې چې په غرونو او هوارو سیمو کې طوفان او بارانونه وشي۔
د موسمياتو د ادارې د رپورټ تر مخه د غربي هواګانو لړۍ به تر دیارلسم جون پورې وي او دا چې ځینې ځایونو کې د ږلۍ وریدو امکان هم شته۔
د ادارې تر مخه د خیبر پښتونخوا په دیر، چترال، سوات، کوهستان، ملاکنډ، باجوړ، شانګله، بټګرام، بونېر، کوهاټ، بنو، ډیره اسماعیل خان، مهمند، خيبر، وزیرستان، اورکزۍ، مانسهره، اېبټ اباد، هريپور، پېښور، مردان، هنګو او په کرمه کی په ځینې ځایونو کې د تیزې سیلۍ او بریښنا سره سره د ږلۍ او باران امکان شته دې۔
د موسمياتو ادارې د بلوچستان، سند، پنجاب، کشمیر او ګلګت په حواله هم خپل رپورټ کې لیکلي، هغلته هم په ګڼو ځایونو د تیزې سیلۍ او باران امکان دې۔
په لسم جون د خيبر پښتونخوا د افتونو په وخت د نظم ادارې (پي ډي ایم اې) هم خبردارې ورکړې، چی د غربي هواګانو په دوران ممکنه ده سیلابي باران وشي، او په غريیزو سیمو کې لینډ سلائیډنګ (د غر خویدنه) وشي۔