نن د جون پر ۹مه د خوست د مرکز اړوند لکڼو په بازار کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله اورلګیدلی چې یو ولسي کس پکې وژل شوی او ۲ نور ټپيان شوي دي ۔
د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار مشال ډاټ ډېجټل ته وویل چې یاده پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د لکڼو بازار په یو دوکان کې رامنځته شوه ۔

د نوموړي په وینا، د اور لګیدنې له کبله یو کس وژل شوی او دوه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي ۔
د امنیه قوماندانۍ ویاند وويل:
“د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د اور وژنې مدیریت منسوبین سیمې ته پر وخت ورسېدل او اور یې مهار کړ، چې له امله یې د لا ډېرو ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شوه او تر څنګ يې په پېښه کې د وژل شوي کس مړی او ټپیان روغتون ته ولیږدول شول”
سرچینې وايي چې په دې پيښه کې مالي زیانونه هم رامنځته شوې، خو د ډېر زیان د پېښیدو مخه پر وخت ونیول شوه ۔
د خوست امنیتي مسوولینو له خلکو غوښتي چې د اور لګیدنې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره دې د ګازو ډبو او نورو اور اخیستونکو توکو په استعمال کې له پوره احتیاطه کار اخلي ۔