امريکا پاکستان ته ۵۱۳ قاچاق شوي لرغوني آثار وسپارل

پاکستان د امريکا سره د دوه اړخيزې همکارۍ په نتيجه کې ۵۱۳ قاچاق شوي لرغوني آثار بېرته ترلاسه کړي دي. دا خبره د سېنېټ د قومي ورثې او کلتور قائمه کمېټۍ غونډې ته شوې ده.

چارواکو وويل، چې دا زياتره آثار د ګندهارا تمدن پورې تړاو لري او د تېرو څو لسيزو په موده کې په ناقانونه توګه د پاکستان نه امریکا ته قاچاق شوي وو، امريکايي چارواکو ضبط کړي وو.

دوی زياته کړه، چې دا آثار د پاکستان قيمتي ملي شتمنۍ او د هېواد د لرغوني تاريخ او تمدن مهمه برخه ده، او اوس د حکومت په ساتنه کې دي.

غونډې ته دا هم وويل شول، چې د دغو آثارو د خوندي ساتلو او نندارې لپاره د يو نوي عجایب خانې د جوړولو پلان روان دی. د دې لپاره د زمکې د ترلاسه کولو چارې د کیپیټل ډیویلپمنټ اتهارټي په مرسته روانې دي.

د کمېټۍ غړو د قاچاق کوونکو، د ورکو شويو آثارو شمېر او روانو پلټنو په اړه تفصيلي معلومات وغوښتل. کمېټۍ اړوند وزارت ته هدايت وکړ، چې د پلټنو، بېرته ترلاسه شويو آثارو، د هغوی د ارزښت او روانو تحقيقاتو په اړه دې مکمل راپور وړاندې کړي.

غونډه کې د ټېکسلا د لرغونو آثارو د ساتنې چارو په اړه هم خبرې وشوې. چارواکو وويل، چې د ملګرو ملتونو ذیلي ادارې يونيسکو د لرغوني اثارو د بيا رغونې، او طريقې په اړه ځینې اندیښنې لرلې، خو پنجاب حکومت ضروري معلومات ورکړي او د هغې وروسته يونيسکو نورې نيوکې نه دي کړي.

چارواکو زياته کړه، چې د ټېکسلا د نړيوال ميراث د ساتنې پروګرام د يونيسکو او نورو نړيوالو ادارو د اصولو له مخې روان دی.

د يادونې وړ ده، چې دا وخت د پاکستان ۶ سيمې د يونيسکو د نړيوال ميراث په نوملړ کې شاملې دي، او د ۲۴ نورو سيمو د شاملېدو لپاره هم اسناد يونيسکو ته سپارل شوي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.