په مينځني ختيځ کې د سولې لوظنامه لاسليک ته تياره ده : شهبازشريف

د پاکستان وزيراعظم (لومړي وزير) شهباز شريف ويلي دي چې د مينځني ختيځ د روان کړکېچ د ختمولو لپاره د سولې امکان اوس تر بل هر وخت زيات دی او په دې اړه په لوظنامې هوکړه په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې امکان لري ۔

وزيراعظم په اېکس (پخواني ټويټر) خپل بيان کې ويلي چې پاکستان د سولې د لوظنامې د برېښنايي لاسليک لپاره تياري نيسي او ورپسې به راتلونکې اوونۍ تخنيکي خبرې هم پيل شي ۔ هغه د مذاکراتو په مهال  د امريکا او ايران د همکارۍ ستاينه کړې او د سيمې د هېوادونو د ملاتړ مننه يې کړې ده ۔

د يادونې وړ ده چې د ايران او امريکا ترمينځ شخړه د ايران د اټومي پروګرام، اقتصادي بنديزونو او سيمه‌ييزو اختلافاتو له امله زياته شوې وه، چې ورسره په ټوله سيمه کې د ناامنۍ او پراخې جګړې اندېښنې هم زياتې شوې وې ۔ په وروستيو مياشتو کې د دواړو خواوو ترمينځ د منځګړو په مرسته د خبرو اترو لړۍ پيل شوه ۔

پاکستان په دې بهير کې د مثبت او رغنده کردار ادا کولو هڅه کړې ده او پرله‌پسې يې د خبرو اترو، زغم او سياسي حل ملاتړ کړی او ټينګار يې کړی چې د سيمې امن او ثبات د جګړې نه، بلکې د مذاکراتو له لارې ممکن دی ۔

وزيراعظم شهباز شريف هيله څرګنده کړې ده چې دا ممکنه هوکړه به په مينځني ختيځ کې د تلپاتې امن، ثبات او همکارۍ لپاره يو مضبوط بنياد جوړ کړي.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.