په مردان کې د الوتکې غورځيدو په پيښه کې دوه پايلټان وژل شوي دي

د خيبر پښتونخوا په مردان ضلع کې د ګدر په سيمه کې د پاکستان د هوايي ځواک (اييرفورس) يو جهاز (الوتکه) راپريوتی دي ۔ په دې پيښه کې دوه پايلټان وژل شوي او درې نور کسان ژوبل شوي دي ۔
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پی آر) په وینا، د پېښې روستو يي د علتونو معلومولو لپاره د هوايي ځواک مرکزي دفتر (ایئر هیډکوارټرز) یو پلټنیز بورډ جوړ کړی دی ۔ داسې واړه جهازونه د زدکړې د پاره کارول کيږي ۔
په دې پېښه کې په الوتکه کې سپاره دواړه افسران، فلایټ لیفټیننټ محمد قاسم عبدالله او لیفټیننټ طه عباسي، شهیدان شوي دي او دري ملکي لارويان پکې ژوبل شوي دي ۔
په بیان کې ویل شوي چې فیلډ مارشل سید عاصم منیر او د پوځ نورو مشرانو د پاکستان د وسله والو ځواکونو افسرانو او سرتېرو په مړينه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده ۔
وزیراعظم محمد شهباز شریف هم په پېښه د ژور خفګان او افسوس څرګندونه کړې ده ۔ هغه د شهید شویو دواړو پایلوټانو لپاره د لوړو درجو دعا کړې ده او په خپل بیان کې یې ویلي دي چې هغه د شهیدانو له کورنیو سره بشپړه خواخوږي لري او هغوی ته د صبر دعا کوي ۔
د خيبر پښتو نخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په دې پېښه افسوس څرګند کړی او شهید شوو پایلټانو ته یې درناوی وړاندې کړی دی ۔
د کورنیو چارو وزیر په پېښه کې ژوبل شوو درې کسانو لپاره د ژر روغتیا دعا هم کړې ده او ویلي یې دي چې حکومت به ورسره هر ډول مرسته کوي ۔
یاده دې وي چې د پلټنې بورډ تر راپور وروستو به د پېښې اصلي علتونه معلوم شي ۔

په دې اړه:
ټېګونه:, ,

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.