د پاکستان حکومت د پټرولو بیعه کې ۱ روپۍ کموالی او د هایي سپیډ ډیزلو بیعه کې ۳ روپۍ او ۷۷ پیسې زیاتوالی اعلان کړی دی.
د نويو نرخونو تر مخې، د پټرولو نوې بيعه ۳۳۴.۱۸ روپۍ او د هاي سپيډ ډيزلو بيعه ۳۸۶.۸۳ روپۍ في لېټر ټاکل شوې ده.
د پټروليم ډويژن د خبرتيا له مخې، دا نوي نرخونه به د جولای ۲۸مې څخه نافذ وي.
حکومت په هر لېټر پټرولو شاوخوا ۱۱۰ روپۍ او په هر لېټر ډيزلو ۹۶ روپۍ د ټېکسونو او محصولاتو په نوم اخلي.
راپورونه وایي، د خلیج فارس د تازه تاوتريخوالي او د نړيوالو تېلو بيعو کې د بدلون له امله په هېواد کې د تېلو نرخونه هم بدل شوي دي.
ددې وړاندې د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملک اعلان کړی وو، چې د نړيوالو مارکيټونو د بدلېدونکو نرخونو له امله به اوس د تېلو بيعې هره ورځ ټاکل کېږي.
خو د آل پاکستان پټروليم ډيلرانو اتحاديې د حکومت دا پرېکړه رد کړې او ويلي يې دي، چې د احتجاج په اړه به هم مشوره وکړي.
پټرول زياتره په شخصي موټرو، رېکشو او موټرسايکلونو کې استعمالیږي، نو د دې بيعه د متوسطې او لاندې طبقې په خلکو نیغ په نیغه اغېز کوي. همدارنګه د ډيزلو د بيعو بدلون د ټرانسپورټ، برېښنا جوړوونکو جنرېټرونو او بار وړونکو ګاډو لګښتونه هم زياتوي.