ګورنر کنډي: صوبایي حکومت د صوبې د حقونو په دفاع کې پاتې راغلی

د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي، د صوبې حکومت د مرکزي حکومت پر وړاندې د صوبې د حقونو، طبیعي وسایلو او د این ایف سي (قامي مالياتي کمېشن) د ونډې قضیه په سمه توګه نه ده وړاندې کړې. نوموړي وویل، که صوبایي حکومت وغواړي، نو د صوبې د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به ټول سیاسي ګوندونه په ګډه له وفاق سره خبرې وکړي.

ګورنر فیصل کریم کنډي د په ۲۵ جون د چارسدې په اتمانزو کې د قانون پخواني صوبايي وزیر بېرسټر ارشد عبدالله په بلنه یوې غونډې ته د ګډون وروسته خبریالانو سره خبرې کولې.

هغه وویل، د خېبر پښتونخوا وزیراعلی د صوبې وکیل دی او تمه کېده چې له وفاقه به د صوبې لپاره لویې پرمختیايي منصوبې او فنډونه راوړي، خو د دې پر ځای یې د صوبې خپلې اربونه روپۍ وفاق ته ورکړې.

فیصل کریم کنډي زیاته کړه چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د این ایف سي په اړه سنجیده دریځ نه لري. د هغه په وینا، کله چې په مرکز او دوه صوبو کې د تحریک انصاف حکومت و، نو هغه مهال یې د این ایف سي موضوع هېڅکله نه راپورته کوله.

ګورنر یو ځل بیا صوبایي حکومت ته بلنه ورکړه چې که د این ایف سي، د اوبو د بقایاجاتو، د ګیس د یا د بجلۍ د نېټ هایډل پرافټ په څېر هره مسئله وي، نو مخالف سیاسي ګوندونه به هم د صوبې ترڅنګ ودرېږي او له وفاق څخه د صوبې د حقونو په غوښتنه کې به هېڅ ډول سیاست ونه کړي.

نوموړي د کشمیر د روان وضعیت په اړه وویل، مذاکرات ضروري دي، خو له هغو کسانو سره نه، چې د ریاست پر ضد وسله پورته کوي یا اساسي قانون او نور رایج قانونونه نه مني. هغه وویل، که دغه عناصر په خېبر پښتونخوا، بلوچستان یا کشمیر کې وي، له هغوی سره باید خبرې ونه شي.

فیصل کریم کنډي د ګلګت بلتستان او کشمیر د استازیتوب په اړه هم وویل، که په دې مسئله کې رښتیا جدي یو، نو باید په قومي اسمبلۍ او سینیټ کې هم د دغو سیمو استازیتوب یقیني شي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان د وفاق د لا پیاوړتیا لپاره باید ګډې او عملي هلې ځلې وشي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.