کرونده ګر دې دسړک په غاړه کرلي جوار لرې کړي، دباجوړ انتظاميه

د باجوړ ضلعي انتظاميې د سيمې د امنيتي صورتحال له امله ټولو زميندارانو او کروندګرو ته مهمه خبرتيا جاري کړې ده او په هغوي يې غږ کړى چې دسړک په غاړه دې کرل شوي جوار زر تر زره لرې کړي.

دباجوړ اسسټنټ کمشنر لخوا جاري کړل شوي بيان کې د خلکو نه  غوښتنه  شوې چې د امن د ټينګښت لپاره دې د ضلعي انتظاميې او امنيتي ادارو سره پوره همکاري وکړي.

په  بيان کې ويل شوي چې د سرکاري سړک په غاړه ديادې شوې فاصلې دننه کرل شوی جوار  دې زر تر زره لرې کړل شي او راتلونکي وخت کې دې هم د دغه ټاکلې فاصلې دننه د دغو فصلونو د کرلو نه ډډه وکړل شي.

ضلعي انتظاميې د سيمې د اوسېدونکو نه غوښتنه کړې چې د امنيتي ګامونو د کاميابۍ لپاره دې په دې هداياتو او لارښوونو عمل وکړي.

دانتظاميې لخوا دسړک  په غاه دخلکو نه دکرل شوو جوارو دلرې کولو غوښتنه په داسې کې شوې چې څو ورځې وړاندې  په باجوړ کې ترسره شوې يوه چاودنه کې  دوه ځوانان وژل شوي وو.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.