د منځنۍ کورمې د مسوزو قبيلې خلکو او دوکاندارانو په ډوګر بازار کې امنيتي پوستې سره نېزدې په سړک دناستې کولو ترڅنګ خپل دوکانونه اود منځنۍ کورمې د مسوزو قبيلې خلکو او دوکاندارانو په ډوګر بازار کې امنيتي پوستې سره نېزدې په سړک دناستې کولو ترڅنګ خپل دوکانونه او مارکيټونه تړلي او او دجولايي په ٢٨مه يې هم احتجاجي غوڼډه کړې ده.
دتړلي سيمې ځايي مشر صادق رحمان په ٢٨مه جولايي مشال ډيجيټل ته وېلي، د سيمې لار تر تړل کېدلو وروسته نه يواځې مختلفو سيمو ته تګ راتګ متاثره شوى بلکې په ډوګر بازار کې روانې تجارتي هلې ځلې هم متاثره شوي.

ځايي مشر وايي، دا خدشات لري چې بازار ته داخلېدونکي په مرکزي لار امنيتي دروازې جوړولو لپاره ياد سړک ورته تړلې شوى وي
صادق رحمان زياتوي، د ډوګر بازار په داخلي مقام د تلاشۍ اخستو لپاره يوه امنيتي پوسته موجوده ده خو بيا هم دروازه ورباندې جوړولى شي چې له دغه د مقامي خلکو تګ راتګ کې مشکلات پيدا کولى شي.
ډوګر سيمه د منځنې کورمې په حدودو کې راځي چيرته کې د مسوزه قبيله پاتې کيږي او هغلته په سوونو دوکانونو باندې مشتمل يو غټ تجارتي بازار دى،همدغه شان هلته د سرکاري ودانيو او دفترونو ترڅنګ پوځي قلعه او لوي هسپتال هم موجوديت لري.
د ډوګر په مرکزي لار نه يواځې د منځنۍ کورمې مختلفو سيمو خلک تګ راتګ کوي بلکې په هم ياده لار خيبر او اورکزو ضلعو ته هم سفرونه کيږي
ددې ترڅنګ د احتجاج کوونکو کميټې غړي ډاکټر حميد خان ويلي، د ګل په ورځ د مذاکراتو پر وخت امنيتي چارواکو د ډوګر مرکزي لار د امنيتي انديښنو له کبله د تړلو خبره کړې.
خان زياتوي، چارواکو ورته دا ډاډ ورکړى چې ډير زر به ورته د سيمې لار بيرته خلاصه کړل شي خو که داسې ونه شول، خپل احتجاج ته به دوام ورکړي
بلخوا په منځنۍ کورمه کې د پوليسو مشر ډي ايس پي محمد شاهين مشال ډيجيټل ته ويلي، په ملک کې د هشت ګردۍ نوې چپې تر راتلو وروسته د امنيت صورتحال ټينګ ساتلو په خاطر نه يواځې د ډوګر په علاقه بلکې په ټوله سيمه کې امنيتي ګامونه يې پورته کړي.
شاهين زياتوي، په ډوګر کې په امنيتي ځواکونو د ګل په ورځ هم وسله وال بريد شوى و چې د هغې ورسره معلومات وو نو دمخنيوي لپاره يې د لارې بندولو ترڅنګ نور ضروري اقدامات کړي دي
د پوليسو افسر وايي، که چيرې دوي داسې نه وى کړي، دا خطره وه چې په بريد کې سخت مالي او ځاني نقصانونه يې رسېدلي وى.
ډي ايس پي دا هم ويلي، حکومت د خلکو ځان و مال دتحفظ ترڅنګ نورې اسانتياوي ورکولو پابند دى چې د هغې لپاره هر ضروري اقدام اوچتولو ته چمتو دى.
د هغه په خبره، په سيمه کې به ډير زر د ډوګر مرکزي عام لار د عام ټرافيک پر وړاندې خلاصه کړل شي.
په منځني کورمه کې د وسله والو د بيرته ورتګ وروسته د امنيت وضعه له څه مودې خرابه ده. په سيمه کې نه يواځې امنيتي سرتيري تر حملو لاندې راغلي بلکې عام خلک هم د تښتولو، دهړکو او وژلو پېښو سره مخامخ شوي.
په سيمه کې تېر کال پر ۷ اکتوبر په امنيتي ځواکونود حملې ترسره کيدو وروسته هلته د وسله واول طالبانو په ضد پوځي عمليات شروع شوي وو..