پاکستان د امریکا او ایران ترمينځ خبرو اترو د پاره هڅې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۳۰م جولايي) وویل چې پاکستان د تیرې میاشتې په اسلام آباد کې لاسلیک شوي تفاهم یادداشت لاندې دامريکا او ایران د خبرو اترو میز ته د بیرته راوستلو لپاره ټولې هڅې کوي۔

د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اونیزه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې په مينځني ختیځ کې امنیتي وضعیت لاهم ناڅرګند پاتې دی۔ هغه د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لپاره د پاکستان ملاتړ تکرار کړ، او ویې ویل چې دا د پرمختګ یوازینۍ عملي لاره ده۔

اندرابي وويل چې پاکستان د ایران او امریکا ترمينځ د دښمنۍ  پای ته رسولو او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره د ټولو هڅو هرکلی کوي۔ پاکستان په دې برخه کې کار کړی دی او دې کار ته به دوام ورکوي “

هغه وویل:

“اجازه راکړئ چې دا اضافه کړم چې د دواړو خواوو ترمينځ د وضعیت عادي کولو ، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي وضعیت، او همدارنګه د تاوتریخوالي کمولو لپاره خبرې اترې روانې دي”

هغه زیاته کړه چې پاکستان خپلې ټولې هڅې کوي چې دواړه خواوې بیرته د اسلام آباد تفاهم لیک ته راولي چې د تړون د روحیې او د جون د ۲۲مې د پاکستان او قطر د ګډې اعلامیې په رڼا کې ټول خنډونه لرې شي۔

اندرابي له امریکا او ایران دواړو څخه وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او د تخنیکي کچې خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره خپلې ژمنې ته په بشپړه توګه غاړه کیږدي۔

د امریکا او ایران ترمينځ تفاهم لیک د جون په ۱۸مه د څو اونیو خبرو اترو او ډیپلوماټيکو هڅو وروسته لاسلیک شو۔

د دې هدف د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د مينځني ختیځ شخړې پاې ته رسول وو- چې د فبروري په میاشت کې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو سره پیل شوې وو۔

خو، د جولایي په ۷مه، هغه وخت نوې شخړې پیل شوې، کله چې ایران د هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو برید وکړ، چې په کې د قطر د مایع طبیعي ګازو ټانکر هم شامل و، او امریکا یې د تفاهم په سرغړونې تورنه کړه ۔ له دې پس امريکا هم په ايران پرله پسې بريدونه وکړل۔

بلخوا، په یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا د سعودي عربستان د سمندري محاصرې له امله شخړه نوره هم سخته شوې ده۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.