پنجاب کې د کورونو نړيدو په پيښو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي

د لاهور په هربنس پوره سیمه کې د چهارشنبې په شپه (۲۹ جولايي )  د یوې درې پوړیزې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي ۔

د لاهور د مرستیال کمشنر ویاند حارث علي رسنيو ته ويلي دي چې د پیښې د مړو شمیر له اتو څخه لسو ته لوړ شوی دی پداسې حال کې چې د پنجشنبې په ماسپښین د کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو د را ایستلو لپاره د ژغورنې عملیات روان وو

هغه وویل: “د ژغورنې ټیمونه اوس مهال د دوو نورو قربانیانو په لټه کې دي چې ګومان کیږي تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي”

ویاند وویل چې درې وروڼه او د هغوی کورنۍ په ودانۍ کې اوسېدل، او دوی د خپلې خور او د هغې د ماشومانو سره د يوې کاليزې د لمانځلو لپاره یوځای شوي وو کله چې ودانۍ ونړېده ۔

هغه وويل: “ودانۍ له پورته څخه ښکته پوړ په پوړ ونړېده”

له دې مخکې، د لاهور ډپټي کمشنر محمد علي اعجاز په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي وو چې هغه د پیښې په ځای کې د ژغورنې عملیاتو څارنه کوي ۔

په بیان کې زیاته شوې چې د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونه، د ولسوالۍ د ادارې چارواکو په مرسته، ملبه پاکوي او د هغو خلکو د را ایستلو لپاره هڅې روانې دي چې لا هم د ملبې لاندې بند پاتې دي ۔

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو د چټکتیا لپاره درانه مشینونه هم ځایې پر ځایې شوي دي ۔

د بیان تر مخه، ډپټي کمشنر په ساحه کې اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د خاورو لاندې د ټولو بند پاتې کسانو خوندي رغونه یقیني کړي ۔

هغه د پيښې د پلټنې امر هم کړی دی ۔

د يادونې وړ ده چې د لاهور په کاهنه سيمه کې يوه مياشت وړاندې هم يو کور چې د ټيوشن سنټر (ښوونیز مرکز) په توګه کاريدو د نړيدو له امله ۱۴ ماشومان ووژل شوي وو ۔

د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز په لاهور کې د چت د غورځېدو له امله د قیمتي انساني ژوند په ضایع کیدو خواشیني څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د غوره درملنې لارښوونه کړې ده ۔

بلخوا، په فیصل آباد کې د باران پر مهال د یوه کور د چت د لوېدو له امله دوه ماشومان مړه او دوه کسان ټپیان شوي دي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.