دخېبرپښتونخوا کوز جنوبي وزيرستان کې دجولايي په ٢٨مه نېټه په يوې مدرسې د مبينه ډرون حملې له امله يو ديني عالم وژل شوى دى.
دسيمې يو خبريال دنوم نه څرګندولو په شرط مشال ډيجيټل سره په خبرو کې تصديق کړى دى چې د وانا د لنډي ډوګ سيمه کې د مولوي عبدالصمد فقير په مدرسه ډرون حمله شوې ده چې په نتيجه کې يې د هغه زوې مولوي امان الله وژل شوى دى.
د چاودنې غږ په اورېدو سره ځايي خلک په ګڼ شمېر کې د پېښې ځاى ته ورسېدل او ژوبل کسان يې سمدستي نزدې روغتون ته ورسول، چرته چې د ډاکټرانو په وینا د ځینو ژوبل شوو کسانو حالت مرګونی ښودل کېږي.
ځايي اوسېدونکو په دې پېښه ژور خفګان څرګند کړی او ویلي يې دي چې د ډرون برید کې بې ګناه ولسي وګړي په نښه کول ډېر د افسوس او غندنې وړ عمل دی. هغوي غوښتنه کړې چې د دې پېښې دې بې پلوه پلټنې وشي او ذمه وار دې قانون ته راکش کړل شي.