د کوهاټ ډويژن کمېشنر سيد معتصم بالله شاه ويلي چې په کورمه کې د شيعه ګانو او سنيانو ترمينځ شوې امن معاهده اوس هم برقراره ده.
سيد معتصم بالله شاه دا خبره د کورمې په صده کې پر ۲۸ جولايي د مقامي مشرانو د يوې جرګې په وړاندې تر هغې وروسته کړې چې په ټولنيزو رسنېو(سوشل ميډيا) د کوهاټ معاهدې د ماتېدلو خبره خوره شوله.
کميشنر وايي، په سيمه کې د دواړو خواو مشرانو پخپل مينځي سختو کوششونو سره د کوهاټ دغه تاريخي معاهده ترسره کړې چې په هر صورت کې به يې برقرار ساتي.
هغه وويل چا چې د کوهاټ معاهدې ختمېدلو دغه غلط خبر خور کړى، پوليسو ته يې دا حکم جاري کړى چې هغه کسان دې په شيډول فور کې اچولو نه پس زر تر زره ونيسي.
بلخوا په سيمه کې شيعه سني مشرانو په ګډه دا پيغام جاري کړى چې په کوهاټ کې شوې د امن معاهدې په هه شق ولاړ دي او هيڅ کله به چا ته دا موقعه ور نه کړي چې په داسې ګمراه کوونکو افواه ګانو خورولو سره د سيمې امن يوځل بيا خراب کړي.

په صده کې د سنيانو يو مشر ملک حاجي سليم خان ويلي، په کورمه کې چې دا وخت کوم حالات جوړ شوي، دا به د خير طرف ته بوځي او چا چې د کوهاټ معاهدې ختمېدلو خبره کړې، يقيناً ددې شاته د سيمې امنيت خرابولو سازش دى خو دوي به څوک دغسې کولو ته پرېنږدي.
د دې ترڅنګ په پاړه چينار کې د شيعه ګانو مقامي تنظيم، انجمن حسينه مشر حاجي زمين حسين ويلي، د کوهاټ امن معاهده نه ده ختمه خو که څوک د دې له وجې پرېشانه دي چې د عليزو او بګن اوسېدونکيو ترمينځ د شوي مقامي لوظنامې موده پوره شوې نو دى ورته وايي چې د هغې ورسره هيڅ تړاو نيشته بلکې هغه خو د دوو مقامي ډلو ترمينځ د يوې علاقې په سطح لوظنامه ده چې بيا به يې موده وغځولى شي.
کورمه يوه داسې حساسه سيمه ده چيرته کې شيعه ګان او سنيان په ګډه پاتې دي او هغلته له يوې مودې راهيسې د ځمکو او په داسې نورو شخړو د هغوي ترمينځ حالات خراب شوي.
په سيمه کې په مسافرو د حملو او جګړو وروسته حکومت دواړه فريقين په کوهاټ کې کښينول او د هغوي ترمينځ يې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په اولنۍ نيټه يوه امن معاهده وکړله.
که څه هم په هغه معاهده کې دواړو فريقېنو د سيمې تګ راتګ لارې خلاصېدلو پشمول څوارلس مختالف نکات منلي خو تراوسه په دې په مکمله توګه عمل نه دى شوى.