د ۱۸ کلنو لوبغاړو اسیا جام هاکي سیالیو کې هند پاکستان ته ماته ورکړې

د جون پر ۵ مه د ۱۸ کلنو کم‌ عمره لوبغاړو د اسیا جام هاکي( انډر۱۸ایشیا کپ هاکي) سیالیو کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې.
د ۱۸ کلنو کم‌عمره لوبغاړو د اسیا جام هاکي سیالیو په نیمه پای لوبه کې هند پاکستان ته د ۵-۳ په وړاندې ماتې ورکړې او پای لوبې (فاینل) ته یې لار موندلې.
پاکستان د درېیم کوارټر تر پایه د ۳-۲ په توپیر مخکښ و، خو هندۍ لوبډلې په وروستي کوارټر کې غوره لوبه وکړه، درې پرله‌پسې ګولونه یې ترسره کړل او لوبه یې په خپل نوم کړه.
د پاکستان له لوري عزیر احمد، محمد فرحان او عدیل هر یوه یو ـ یو ګول ترسره کړ.
له دې ماتې وروسته پاکستان د درېیم مقام د ترلاسه کولو لپاره د جون پر ۶ مه له ملاییشیا سره مخامخ شو. دغه سیالي، چې په جاپان کې ترسره شوه، پاکستان د ۳-۰ په توپیر وګټله او د برانزو مډال یې خپل کړ.
په دې لوبه کې د پاکستان لومړی ګول عزیر احمد ترسره کړ، دوهم ګول حیدر آسام د پینلټۍ له لارې وواهه او درېیم ګول عدیل ترسره کړ.
د یادونې وړ ده چې د ملاییشیا لوبډلې د لوبې په اوږدو کې هېڅ ګول ونه شو کړای.

په دې اړه: ,

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.